
طالبانو د زنداني ملګرو د ممکنه اعدام په اړه د سخت غبرګون خبرداری ورکړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): طالب وياند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ګواښ کړی، چې که افغان حکومت يې له زنداني ملګرو سره ناسم چلند وکړي نو په دې قضيه کې ښکېلې ټولې ادارې به سخت غبرګون وويني.
د خبرپاڼې له مخې د څرخي پله زندان کې څو تنه زنداني طالبان له خپلو خونو ایستل شوي او داسې ویل کېږي چې د اعدام لپاره وړل شوي دي.
طالبانو پر افغان حکومت غږ کړی چې د دوی له ملګرو سره «هرډول ناسمه کړنه به سخت غبرګون ولری او مسولیت به یې د کابل ادارې د امنیتي او قضائي چارواکو په غاړه وي.»
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د نورو ګواښونو تر څنګ له دوی سره د ګڼو بهرنیانو او کورنیو زندانیانو اړوند هم د ورته اقدام ګواښ کړی دی.
«اسلامي امارت په دې اړه د کابل ادارې ته خبرداری ورکوي، که يې د مجاهدینو د په شهادت رسولو هڅه وکړه نو موږ به په ډيره ښه بڼه د خپلو مظلومو شهیدانو انتقام درڅخه واخلو او په دې سلسله کې که له موږ سره د داخلي او خارجي دښمن شته بندیانو ته زموږ د محاکمو له لوري هرډول سزا ورکړل شوه او د مشرتابه د عفوې له حکم څخه مستثنی شول مسئولیت به یې مقابل لوري ته راجع وي.»
دوی په دې چاره کې ټولې شریکې ادارې پر مرګ ګواښلې :«هرڅه چې د بندیانو په اړه کیږی هغه به د رژیم د نظامی، امنیتی او قضائی ادارو په امر او د رژیم د نورو ادارو په خوښه تر سره کیږي او زموږ د بالمثل عمل هدف به هم همدا ارګانونه وي.»
طالبانو افغان چارواکي وارخطا بللي او پر نړیوالو بشري ادارو يې غږ کړی چې د سیاسي او جنګي بندیانو اړوند د دوی لاس ونیسي: «اسلامي امارت نړیوالې بشری ټولنې، ادارې او مؤسسات هم متوجه کوي، چې د سیاسي بندیانو او جنګي اسیرانو په وړاندې د امریکا او کابل ادارې د وارخطا چارواکو لاس ونیسي او مظلوم بندیان چې په اوسنیو پيښو پورې هيڅ تړاو نه لري شهیدان نه کړي.»
افغان چارواکو لا رسماً د زنداني طالبانو د اعدام په تړاو څه نه دي ويلي، خو ویل کېږي دا ګام وروسته له هغه اخیستل کېږي چې طالبانو پر انټرکانټنینټل هوټل او کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ کې پرلپسې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.
دا لومړی ځل دی چې طالبانو د خپلو ملګرو په انتقام کې له دوی سره د بهرنیانو او کورنیو زندانیانو په تړاو د ورته ګام اخیستو ګواښ کړی دی.
طالبانو د خپلو ملګرو ممکنه اعدام د جګړې د توندېدو علت بللی او مسوولیت د افغان چارواکو او د هغوی د بهرنیو شریکانو پر غاړه بللی.
دا به ډیر د شرم ځای وی چی د کابل لاسپوڅی اداره بندی طالبان اعدام کړی دا دا معنی ورکوی چی وایی زور می په تا نرسیړی مړ به دی ابا کړمه او بله دا چی که چیری داسی عمل د دی لاسپوڅی اداری له خوا تر سره شول نو طالبان هم کولی شی په ورته عمل لاس پوری کړی او بیابه یی مسولیت د همدی اجیر او لاسپوڅی دولت په غاړه وی ژوندی د وی د اسلامی امارت سرښندونکی مجاهدین.
فهیم صاحب ، ستا خبره سمه چه د شرم ځای دی مګر د شرم ځآی د هغو د پاره چه په شرم پوهیږی . بله مهمه خبره دا چه دوی غلامان او بلواکی دی څه چه ورته باداران ( امریکا او ناتو ) امر کوی دوی د هغو اوامرو او نواهیو اطاعت کوی ، امریکا او ناتو د نورو موخ به څنګ کی یوه لویه موخه د نړیوال نفوس کنترول هم دی مهمه نه ده که د دوی عسکر او یا هغوی چه ورسره جنګیږی یا د غلامانو عسکر او یا عام بی دفاع خلک وژل کیږی هغوی یی لاسته… نور لوستل »
سلامونه جمال وروره ریښتیا چی دا ډیر بیشرمه خلک دی دوی ته یوازی خپلی ګټی او د بادارانو خوشحالی مهمه ده دا لاسپوڅی اداره خپل ژوند په همدی غلامی کی ګوری او بس .مننه
سلام علیکم. د خلګو خبره، چه له خدایه نده پټه له بنده ولی پټه، زه د طالب د حقانیت په هکله ډېری سختی پوښتنی لرم خو: د هغوی د اعدام په هکله باید ووایم چه دا صحیح ده چه د یو قاتل په وړاندی باید د قصاص الهی حُکم جاری شی چه البته دا پروسه ځانته خپل ځانګړی شرائط او د مراحلو طی او ترسره کول لری امّا خبره پدې کی ده چه نن د کابل په حکومت کی هغه خلګ پر چوکیو ناست دی کوم چه د شورویانو او شوروی کمونسټ حزب د مزدوری د پړاوونو او تړاوونو په… نور لوستل »
( غلام ) حضرت صاحب ، الله ج دی له دی غلامی او منافقت نور وژغوره!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! ستاسی د څو مخیو خبرو باندی څه نه وایم یا نه لیکم ، خلکو ته ستا څو مخی د لمر په شان ښکاره شوی یعنی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی نو ستا منافقت هم ستا په څو اسلام نمایی خبرو نه پټیږی . #### مونږ ستاسی تبصری څارو او مونږ څه چه د افغانستان مظلوم اولس ستا او د ټولو ښو او بدو خلکو وینا ، لیکنی او اعمال له نزدی څاری او هم یی کرام الکاتبین څاری چه تاسی د یو څه… نور لوستل »