افغانستان

د بلخ جنجالي والي دوه ولسوالان بدل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ جنجالي والي عطاء محمد نور ویاند منیر فرهاد وايي، د بلخ د شولګرې او دولت اباد ولسوالیو ولسوالان تبدیل شوي دي.

دی وايي، په دې اړه د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې او یا له مرکزي حکومت سره مشوره نه ده شوې؛ بلکې دغه د دواړو ولسوالانو ځایونه عطاء محمد نور په خپله خوښه تبدیل کړي.

د فرهاد په خبره، د شولګرې ولسوال دولت اباد ولسوالۍ ته ولېږل شو او د دولت اباد ولسوال شولګرې ولسوالۍ ته او دا د یو والي صلاحیت دی او مشورې ته پکې اړتیا نه شته.

د بلخ د والي ویاند په خبره، عطاء محمد نور د معمول په څېر اوس هم د بلخ چارې مخته وړي او هره ورځ د ولایت مقام ته ځي او د ولایتي چارواکو ترمنځ غونډې جوړوي.

نږدې دوې میاشتې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي اعلان وکړ، چې ولسمشر غني د بلخ د والي استعفا منلې ده او څو ورځې وروسته یې انجینر داود د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه.

د سیمه ییزو اورګانونو ادارې ویاند منیرې یوسف زاده له دې وړاندې ویلي وو، چې عطاء محمد نور د کار دوام غیر قانوني دی او په رسمي مکتوبونو کې یې لاسلیک د اعتبار وړ نه دی.

عطاء محمد نور یې په غبرګون کې وویل، که مرکزي حکومت مې لاسلیک بې اعتباره کړي؛ نو دی به د حیرتانو بندر ټول عواید راوګرځوي او د بلخ اړتیاوې به له دغه بندره پوره کړي.

تېره ورځ اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په پروان کې یوې خبري ناستې ته ومنله، چې مرکزي حکومت دومره کمزوری دی، چې خپل یو والي له دندې نه شي ګوښه کولی او دغه مسئله مرکزي حکومت د شرم وړ ده.

د امریکا سفیر له عطاء محمد نور نه غوښتي وو، چې واک باید په سوله ییز ډول پرېږدي؛ خو نور یې په غبرګون کې ویلي وو، چې «بهرنیان دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.»

ارګ تراوسه د عطء محمد نور په اړه له خبرو کولو ډډه کوي؛ خو اجراییه ریاست وخت ناوخت د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ د شویو خبرو په اړه خبرې کوي.

ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ اته ځلې خبرې شوې، چې ټولې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

جمعیت ګوند په اوسني حکومت کې غوښنه برخه غواړي او د عطاء محمد نور د دوو کلونو د پاتې کېدو غوښتنه کوي، چې ارګ یې ورسره نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x