افغانستان

په هلمند کې د نیالګيو ايښودلو لړۍ پیل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هلمند کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږکال د پسرلي د رارسېدو مخکې ۱۰۰ زره مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنوي، چې نن د نیالګیو کرلو لړۍ رسماً پیل شوه.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس احمد شاه خېري وايي، سږنۍ کمپیان یې«یو نیالګی د ځان او یو نیالګی د افغانستان لپاره» تر شعار لاندې پیل کړی او د هلمند ډېرو سیمو ته به تولید شوي نیالګي ورسوي.

د خیري په خبره، سږکال په هلمند کې سل زره نیالګي تولید شوي، چې د ښار په بېلابېلو سمیو کې به کېنول شي.

ده له عامو خلکو غوښتنه وکړه، چې د نیالګیو پاللو او ساتلو ته پوره پام وکړي او پر وخت اوبه ورکړي.

د هېواد په ډېرو ولایتونو کې هر کال د پسرلي د رارسېدو مخکې زرګونه نیالګي کېنول کېږي؛ خو د نه پاملرنې له امله ډېری یې ضایع کېږي.

د کرنې برخې د کارپوهانو په خبره، نیالګي د هوا، چاپېریال او روغتیا لپاره ډېر ګټور دي او باید پوره پاملرنه ورته وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x