افغانستان

ننګرهار: جاوېد افغان اوسپنې ویلي کولو فابریکه به د هېواد په کچه دویمه فابریکه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار د سوداګرۍ رییس شېرعالم امله وال وايي، په دغه ولایت کې د «جاوېد افغان» د اوسپنې ویلي کولو فابریکه به ډېر ژر د هېواد په کچه د اوسپنې د ویلي کولو دویمه ستره فابریکه شي.

د امله وال په خبره، د اوسپنې ویلي کولو دغه فابریکه اوسمهال د جلال اباد په ښار کې فعاله ده؛ خو ډېر ژر به د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي ته ولېږدول شي او په تولید کې به یې زیاتوالی هم راشي.

د نوموړي په خبره، د جاوېد افغان د اوسپنې ویلي کولو فابریکه اوس مهال ۲ ساعته فعالیت کوي، چې ۷ ټنه سیخ ګول تولیدوي او له دې وروسته به یې چارې چټکې او د تولید وخت به یې هم زیات شي.

امله وال په ننګرهار کې د سوداګرۍ او د سوداګریزو توکو پر وړاندې لویه ستونزه د برېښنا نشتوالی یاده کړه، چې ډېری سوداګر په دغه ولایت کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

یاده دې وي، میاشت وړاندې په کابل کې د «خان سټېل» په نامه د اوسپنې ویلي کولو یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ، چې د هېواد ۳۰ سلنه اړتیاوې به پوره کړي.

جاوېد افغان له تېرې یوې نیمې لسیزې راپدېخوا د کرنیزو توکو په تولید کې هم ښه نوم ګټلی، چې تراکتور، تهریشر او نور کرنیز توکي یې تولید کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x