fbpx
Paktika100

د پکتیکا اوسېدونکي او ځينې نوماندان د ولایتي شورا له ټاکنیزو پایلو ناخوښ دي

د ولایتي شورا لپاره د نوماندانو د بریا د لیست په خپرېدو سره په پکتیکا کې د دو مېرمنو په ګډون نهه تنه د دې ولایت ولایتي شوراته بريالي شوي دي.د پکتیکا له ټولو پنځه دېرشو نوماندانو څخه یواځې هغه نهه تنه بريالي شوي، چې د پاتې نوماندانو له خولې پرېمانه واسطې يې لرلې.په نهو بریالیو نوماندانو کې په ولسي جرګه کې د پکتیکا دخلکو د استازي محمود سلېمانخېل زوی افسرخان کټوازي تر ټولو ډېرې رايې خپلې کړې دي. چې خلک او پاتې نوماندان يې له درغلي پرته بل څه نه ګڼي.

د پکتیکا ولایتي شورا ته نوماند او په یحی خېلو کې د اربکیانو د اتو کسو مشر، بهاول خان سلېمانخېل چې په ټاکنو کې پاتې شوی دی، د پکتیکا محلي رسنیو ته ويلي دي،چې له دوی نه د اربکیانو عمومي قومندان عزیزالله درې لکه کلدارې غوښتې او په د بريا ضمانت يې کاوه، د ده په خوله چې ده رشوت ورنه کړ، ځکه خو پاتې شو.
په اوسنیو بریالي شویو نهو تنو کې داسې کسان هم شته چې د دوولسم ټولګي اسناد يې تقلبي جوړ کړي دي. له دې نهو تنوافسرخان سليمانخيل، فضل الرحمن کټوازی ،جمعه الدین ګیانوال، بختیارګل همت ،عبدالمبین فقیرزاده ، عزیز عزیز ، جلیل ګوملوال ،حنیفه کټوازۍ او دیانا صاحبزۍ
څخه د دوو تنو ښځینه نوماندانو په بریا کې عام وګړي د چارواکو لوی لاس بولي.ځکه په ټول ټاکنیز کمپاین کې په پکتیکا کې د ښځینه نوماندانو یوتصویر هم ونه لیدل شو، ناستې او تبلیغاتي منډې ترړې خو يې بېخي نه وي.
د خیرکوټ ولسوالي د ملیزو دکلي یوتن ښوونکي د نوم نه ښوودو په شرط راته وویل چې حنیفه کټوازۍ له نادرخان کټوازي سره نږدې اړيکي لري،د ده په خبره هغه نوماندۍ ته وهڅوله او  د بريا ضمانت يې ورکړ.
تر دې وړاندې هم د پکتیکا پر ځینو لوړپوړو چارواکو، عزیزالله کاروان او والي محیب الله صمیم دا تور و، چې ګواکې په ښځو چارو ریاست کې ښځنیه څوتنه مامورانې د ریاست پر ځای په ولایت مقر کې ډېرې اوسې.
دا په داسې حال کې د ی چې د ولایتو شوراګانو ځینو ښځینه نوماندانو رسنیو ته شکایت وکړ، چې ګواکې له دوی نه د بريا په بدل کې د جنسي اړیکو غوښتنه کېږي.
د پکتیکا اوسېدونکي وايي د دوی رایه کوم ارزښت نه لري، ځکه خو به راتلونکې ټاکنې لکه تېرې په دولتي مقرونو پسې محدودې وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د