fbpx

اعدامونه د حکومتونو عمر لنډوي

جاوید علي خیل

د افغانستان په سیاسي تاریخ کې تر ټولو لږ اعدامونه د ظاهرشاه لخوا شوي چې تر ټولو اوږده موده( څلویښت کاله) پاچاهي یې کړې، اما تر ټولو ډیر اعدامونه حفیظ الله امین کړي( چې تر ټولو کمه ایله ( ۹۹ ورځې) پاچاهي یې وکړه او حتی سل یې هم نه کړه.

د ظاهر شاه په اړه مشهوره ده چې نور که هر وړ و، مګر زړه یې نری او رحمدله انسان و، د اعدام دوسیې به یې میاشتې میاشتې په میز پرتې وې، خو ده به یې لاسلیک ته زړه نه شوای نیولای. حتی کله به که د اعدام تنفیذ ضرور و، نو له لاسلیک د ځان ایستلو په موخه به د پاریس او ایټالیا په منظره ووت تر څو یې په ځای صدراعظم یا بل ځای ناستی د اعدام احکام امضاء کړي.

خو د همدغه ظاهر شاه پلار نادر خان که څه هم دده په نسبت لمونځ ګذاره و، اما سخت زړی سړی و، د څرخي کورنۍ په شان یې ډیر مخالفین بې مقدمې په دار خيژول، د ده هم لا په پاچاهي ټېغ نه و ختلی چې د هزاره ځوان عبدالخالق د تفنګچې تر میل لاندې یې د مرګ ترپکې ووهلې او پاچاهي یې نیمه خوا شوه.

که د افغانستان نږدې تاریخ وپلټو هغه شاهان چې خپل سیاسي مخالفینو ته یې ډیر اعدامونه ورکړي ټول یې په غیرعادي خو عبرتناک مرګ وژل شوي دي. حبیب الله خان چې اعدامیان یې د توپ خولې ته تړل د خپل زوی لخوا ووژل شو. نور محمد تره کی چې ډیر خلک یې اعدام کړل خدای پاک یې تر ټولو نږدې کسان ورته داسې بلا کړل چې اول یې په بالښت د تنفس ټول منفذونه وربند او مړ کړ او بیا یې مړی او قبر دواړه ورک شول.

حفیظ الله امین چې د افغانستان د تاریخ تر ټولو سفاک او بې رحمه حاکم تیر شوی او حتی د ترکي د وخت ډیری اعدامونه هم د ده په حکم ترسره کیدل، هم په داسې عبرتناک مرګ ووژل شو، چې الله تعالی ورته هغه شورویان په بدو واړول چې ټول عمر یې د هغوی په خدمت کې تیر کړی و، هغوی له ټولې کورنۍ سره په مرمیو غلبیل او په جسد یې خدایزده چیرته خاورې واړولې.

همداسې کارمل او نجیب درواخله چې د لومړي مړی د آمو څپو ته وغورځول شو او قبر یې تراوسه نه دی معلوم او دوهم چې یو وخت به یې خلک په پولیګون کې ژوندي خښول، د ټول افغانانو د سترګو  په وړاندې په دار او د ترافیکو په تمبه راځوړند شو.

دا ټول شواهد موږ ته راښيي چې له اعدام او اعدامګري نه سیاسي چارواکو ښه ورځ نه ده لیدلې. انسان چې هر څه شي په هر حالت کې بیا هم د الله تعالی مخلوق دی. بندي چې په جګړه کې ونیول شو، له هغه وروسته که هر څوک وي، مجرم وي که بې ګناه بې وسه او محتاج بلل کیږي او ټول دیني او انساني قوانین یې د حرمت ساتلو لارښوونه کوي.

له محکومو او لاس تړلیو بندیانو څخه باید د سیاسي اهدافو، انتقام جویي او غوسې سړولو لپاره استفاده ونه شي.او که وشي دا ظلم بلل کیږي، او ظلم هغه څه دی چې الله تعالی یې په وړاندې زغم نلري نو ځکه د ظالمانو حاکمانو تخته ډیره زر رانسکوروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د