روغتیا

د خولې بد بویۍ څخه د خلاصون غوره لارې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د خولې بدبویي یوه عامه ناروغي ده چې په ډاکټراي لحاظ ورته هیلي ټوسس «halitosis» ویل کیږي، او د ساه اخیستلو پر وخت له خولې وځي، چې اصلي لامل یې د خولې ناپاکي او یو شمېر ناروغۍ ښودل شوي، چې د انسان شخصیت او ورسره ټولنیزې اړیکې یې زیانمنوي.

ددې د مخنیوي لپاره لاندې لارې ګټورې ثابتیدای شي:

د غاښونو کریم استعمالول: د غاښونو ډاکټران په ورځ کې دوه ځل د کریم استعمالولو توصیه کوي، چې په دې سره د غاښونو داخل نه پاتې شوي مواد راوځي، ځکه چې که دغه مواد غاښونو کې د څه مودې لپاره پاتې شي بدبويي پیدا کوي، همدا ډول د کریم او برش استعمالولو ترڅنګ باید «ماوت واش» هم استعمال شي.

غاښونه د تار په واسطه پاکول: د غاښونو منځ کې ځینې داسې مواد پاتې کیږي چې یوازې د تار په واسطه یې ویستل ممکن وي، نو کوښښ کوئ چې له ډوډۍ خوړلو وروسته تار د غاښونو منځ کې ووهل شي.

ژبه پاکول: د کریم او برش استعمالولو پر وخت باید ژبه هم پاکه کړل شي، ځکه چې دا د خولې بدبويۍ ختمولو ترڅنګ ورۍ هم صحتمندې ساتي، ژبه د کریم برش او مسواک په واسطه پاکه کړئ.

همدا ډول که څوک د خولې بد بویۍ ناروغي لري باید هر شپږ میاشتې وروسته د غاښونو ډاکټر ته ورشي او معاینه یې وکړي، روزانه له اتو څخه تر لسو ګیلاسو اوبه وڅښل شي او د شپې لخوا هوګه او پیاز خوړلو څخه ډډه وشي.

سربېره پر دې باید د ځیګر، شوګر او نورو ناروغیو معاینه وشي، ځکه چې په دې ناروغیو سره وریو کې وینه جمعه کیږي چې د خولې بدبویۍ لامل کیږي.

د خولې پاکوالي لپاره د مسواک استعمال هم اړین دی، چې هم نبوي سنت دی او هم خوله پاکه ساتي، له پورتنیو ټولو لارو ترڅنګ که مسواک هم په صحیح توګه استعمال شي زیاتې ګټې لري، او د خولې د بدبویۍ په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x