ورزش

د یو ورځنیو نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره چې په زمبابوې کې ترسره کېدونکي دي د افغانستان غوراوي کمیټۍ لخوا ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان شوه.

په دغې سیالیو کې به لس لوبډلې ګډون کوي، چې په دوه ګروپونو ویشل شوي، او له دغو لسو څخه به یې دوه د ۲۰۱۹م یو ورځني نړیوال جام ته لار مومي.

دغه لس لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي، ګروپ A او ګروپ B، هر ګروپ ۵ لوبډلې لري، چې افغانستان په ګروپ بي کې ځای لري او ورسره د زمبابوې په شمول درې نورې لوبډلې هم دي.

په دغه سیالیو کې به ټولې ۳۴ لوبې ترسره کیږي، چې لومړی به هره لوبډله له خپل هم ګروپه سره یوه یوه لوبه کوي، او له دوی څخه به درې لوبډلې دوهم پړاو ته لار ومومي، د دوهم پړاو څخه وروسته به پایلوبه ترسره شي او دغه دواړه لوبډلې به د ۲۰۱۹م نړیوال جام ته کوالیفای شي.

د افغانستان لخوا ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ په لاندې ډول ده:

لوبډلمشر اصغر ستانکزی، محمد شهزاد، احسان جنت، رحمت شاه، نجیب ځدراڼ، جاوید احمدي، سمیع الله شینواری، ناصر جمال، محمد نبي، ګلبدین نائب، راشد خان، مجیب ځدراڼ، شرف الدین شرف، دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ.

همدا ډول له دوی سره ۴ احتیاطي لوبغاړي هم غوره شوي: نورعلي ځدراڼ، افتاب عالم، کریم جنت او افسر ځاځی.

په زړه پورې دا ده چې په دې لوبو کې د تېر کال شل اوریزو نړیوال جام ګټونکې لوبډله «ویسټ انډیز» هم د غوراوي سیالیو برخه ده.

له بل پلوه افغانستان د زمبابوې په وړاندې نن ماښام ۷:۳۰ بجې په شارجه نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب شل اوریزو لړۍ پېلیدونکې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x