کشمير: د دواړو غاړو تر منځ نښتو کې څلور هندي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ په نښتو کې د څلورو هندي پوځيانو د وژل کېدو سربيره دوه نور ټپيان شوي هم دي.

دغه نښتې نن د دوشنبې په ورځ د هند تر کشمير لاندې د راجوري په سيمه کې شوي دي.

د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړی ډزې د هندي عسکرو له لوري شوي او په مقابل کې يې دوی ځوابي بريدونه کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، د هندي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه پاکستاني ملکيان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

دواړه غاړې پر يوبل د لومړيو ډزو تورونه پورې کوي، د هندي رسنيو د راپورونو له مخې په دغې بريدونو کې د يوه افسر په ګډون څلور هندي پوځيان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

ځينو پاکستانيو اردو رسنيو ليکلي، دواړه غاړې د تيارسۍ په حالت کې او سيمه کې اوس هم د تاوتريخوالي د پېښدو امکان شته.

بايد وويل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ په لانجمنه سيمه کشمير کې د دواړو غاړو تر منځ وخت ناوخت نښتې کېږي او د دواړو هېوادونو د پوځيانو په ګډون پکې ملکيانو ته هم ځاني تلفات اوړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د