نظــر

کرکټ او اوسني ځوانان …

رحمت الله مومن

یو هلک چې تازه يې د ځوانۍ په درشل پَل ایښې ؤ، د زړه له تله یې ژړل، ځکه…!

هغې لوبډلې چې ده ورسره خواخوږي درلوده، لوبه بایللې وه، دومره يې ژړل، چې د خبریال توجه یې جلب کړه، ورغې چې د ژړا سبب ورڅخه وپوښتي، خو هغه له ډیرې ژړا څخه ځواب نه شوې ورکولې، خبرې يې نه شوې کولې، له خبریال سره یې مرکه پرېښوده او په داسې حال کې چې لپې لپې اوښکې يې تویولې، ورڅخه روان شو.

دا د کوم فیلم تمثیلي ټوټه نه ده او نه د کوم لیکوال خیالي انځور دی، بلکې دا زمونږ د امت د بچیانو د اوسني حالت واقعي او رښتینی انځور دی او د دې خبرې ښکارندويي کوي، چې همتونه څومره راټیټ شوي؟! او خپګانونه څومره بې ارزښته شوي دي؟! تر دې چې د یوې لوبې ګټل دې د یو مسلمان ځوان ستر ارمان او لویه هیله وګرځي او په بایللو دې یې اوښکې تويې شي.

ارادې او ارمانونه دي چې ولسونه رغوي، څومره چې ارادې لوړې وي، هومره ولسونه لوړېږي،او کله چې د یو ولس ستر ارمانونه ناڅیزه شیان وګرځي؛ د زوال شپې يې رالنډې شي.

که مونږ د سوبو او فتحو تاریخ وګورو، هغه مهال به اوولس کلن ځوان د لښکرو مشري کوله، څوارلس کلن او پنځلس کلن ځوانان به د دې لپاره چې دنګ او لوړ ښکاره شي، د ګوتو په سرونو ودرېدل؛ ترڅو پیغمبر علیه السلام يې د کم عمرۍ له وجې بېرته ستانه نه کړي، هغوی به هغه وخت ژړل، چې کله به په جهاد کې په برخه اخیستلو ونه توانېدل او د الله جل جلاله په لاره کې به یې د شهادت لوړ مقام ترلاسه نه کړ.

له دغسې لوړو ارادو سره فتحې، نصرتونه، سرلوړي او پرمختګ ملګري وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ادریس

دعطا محمد نور لپاره یوه غوره مشوره! خلک پوهیږی چه دومره دینداره او قوی محاهد نه یی او نه جهاد تاسو دخدای درضا لپاره کړیده . په هرصورت که تاسو دبلخ خلکو لپاره ډیر محبوب یاست اودستاسو په نه والی کیدو ډیر زیات خپه کیږی او تاسو پسی ژاړی شاید ددی په خاطر وی چه مخکی تاسو درسول الله صل الله علیه وسلم مبارکه ګیره یی درلوده بیا مو وخریله او اوس تاسو بیا ګیره پریږدی نو په دی ډیر زیات خپه دی او تاسو پسی ژاړی بیا هم کچیری دبلخ خلک په واقیعت تاسو پسی ډیر ژاړی نو ستاسو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx