fbpx

امريکا له عراق څخه افغانستان ته د پوځيانو رالېږلو لړۍ پيل کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د وروستيو راپورونو پر بنسټ، امريکا له تېرو څو اوونيو راهيسې له عراق څخه افغانستان ته د خپلو ځواکونو او پوځي تجهيزاتو د راستولو لړۍ پيل کړې ده.

د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس يوه خبريال د عراق د “الاسد هوايي ډګر” څخه د امريکايي ځواکونو وتل ليدلي او يادې سرچينې ته د امريکايي پوځ ځينو قرارداديانو ويلي، هغه امريکايي عسکر چې له عراقه ووځي افغانستان ته استول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته وويل، چې افغانستان ته به نور څلور زره امريکايي عسکر واستوي، خو دا نه ده څرګنده چې دا هماغه عسکر دي او که په نا اعلان کړي توګه نور عسکر هم راستول کېږي؟

په داسې حال کې له عراق څخه هېواد ته د نورو امريکايي عسکرو د راستولو خبر ورکول کېږي، چې په افغانستان کې د ميشتو نړيوالو ځواکونو قوماندان جان نېکولسن لا د تېر کال په اګست مياشت کې هېواد ته د اعلان کړيو امريکايي ځواکونو د رسېدلو خبره کړې وه.

د امریکا د رسمي شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۱۴۵۰۰ امريکايي او تر څنګ يې شاوخوا پنځه زره د ناټو عسکر ميشت دي، چې وخت ناوخت د طالبانو پرضد په جګړو، هوايي بريدونو، شپنيو عملياتو کې برخه اخلي.

څو ورځې وړاندې د سپوټنيک اژانس د امريکا د دفاع وزير جېمزمېتس له قوله ليکلي و، چې امريکا افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو نيت نه لري.

دغه راز، د عراق د حکومت يوه وياند سعد الحديثي او لومړي وزير ته نږدې چارواکو ويلي، په دغې هېواد کې د داعش پرضد جګړه ختمه شوې، زياتوي چې د امريکا سره د تړون له مخې به شپېته سلنه امريکايي ځواکونه له عراقه څخه ووځي او تر څلور زرو پورې عسکر به په دغه هېواد کې پاتې وي.

د امريکايي پوځ چارواکي وايي، د عراق په جنګ کې ۴۵۳۰ امريکاي پوځيان وژل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د