KFC meddle east

پر دريمه نړۍ د نفوذ هڅې – لیکوال: جرس

ددریمې نړۍ دهيوادونو سترصنعتي شرکتونه،خپرنيزې ادارې اوسترې تعليمي پروسې دلويديځو مقاماتو اوځواکمنوشرکتونوله لوری ترنفوذ اومراقبت لاندي دي، دخوړو په برخه کې داسلامي نړۍ په ټولو شتمنو اونيستمنوهيوادونوکې دلويديځو، خصوصا امريکايي شرکتونو توکې لومړيتوب لري، ددې کارلپاره هغوي خپل تاکتيکونه په کار اچولي دي، دبیلګې په توګه دتيزابي مشروباتو په په برخه کې د پيپسي اوکوکاکولا کمپنۍ په اسلامي هيوادونوکې، دډيروتاکتیکونو ترڅنګ درې عمده تاکتيکونه غوره کړې.

لومړی: په دغه هيوادونوکې هغوي ستر سوداګراوپه ځينوهيوادونوکې حکومتي چارواکې پخپله کمپنۍ کې حصه دارکړي، دوهم: هغوي دولتونوته ډیره ستره ماليه ورکوي چې د دومره ماليې توان داخلي سوداګرنلري، دريم: هغوي ټولنيزو رسنيوته زيات اشتهارات ورکوي اوپه دغو اشتهاري اعلاناتوخپرنيزوچاينلونو لکه راډیويي اوتلويزوني کانالونوته د داخلي شرکتونوپه پرتله ډيرې زياتې پيسې ورکوي، چې پدې سره ميډيا دنوروشرکتونوپه پرتله دوي ته زياته ته پاملرنه کوي…3rd w

همدارازد کي ايف سي په نامه دتيارو خوړو کمپني په يوشميرخليجي هيوادونو کې دشاهي کورونيو غړي پخپل شرکت کې حصه دار کړي، له همدې امله ځايي واکمن داخلي شرکتونه دکي ايف سي مقابلې ته نه پريږدي، دبیلګې په توګه دسعودي عربستان دتيارو خوړو يوداخلي  شرکت پدې اړه له ډيره وخته راهيسي هڅه کوي چې دسعودي په ټولو ښارونو کې خپل برانچونه عام کړي، خودسعودي شاهي کورنۍ دهغوي سره مخالفت لري، ځکه چې دغه داخلي شرکت ډیرموزون اومقبول خواړه تياروي اوبيې يې هم تر کي ايف سي کمي دي  ، نودسعودي حکومت ویره لري چې که دغه شرکت عام شي، دکي ايف سی پرعوایدو به منفي اغيز وکړی، له همدې امله يې دغه داخلي شرکت ته يوازي دمکې اومدينې (حرمينو) په ښارونوکې هغه هم يوازې دروژې په مياشت کې اجازه ورکړې!

بل لوري ته په هغو اسلامي هيوادونوکې چې نادولتي اوله حکومتونو نه ازاده ميډيا شتون لري، هلته ددې ډول ميډيا سترې شبکې ياخو له لويه سره دلويديځومقاماتو اوشرکتونو لخوا رامينځ ته شوې دي اويايې دبيلابيلولاروڅخه ترخپل نفوذ اوتاثير لاندي راوستې دي، لکه زموږپه ګاونډې هيواد پاکستان کې چې دجنګ ګروپ په نامه نشراتي شبکه ده، دغه شبکه چې دجيوپه نامه دمشهور تلويزون ترڅنګ يوشميرمشهورې اومقبولې ورځپاڼې هم چلوي دپاکستان ترټولومشهوره اومقبوله اردو ژبې ورځپاڼه جنګ، اودنيوز په نامه مشهوره انګليسي ورځپاڼه هم د دغې شبکې لخوا چليږي، داپه پاکستان کې دنادولتي ميډيا ترټولو ځواکمنه شبکه ده، ددې شبکې مشرمحمدصديق دامريکا تابعيت لري، په امريکا کې اوسيږي اوهلته ديوسترشتمن په توګه له امريکايي کمپنيوسره سوداګریزې معاملې لری، د جنګ ګروپ ميډيا دپاکستانيانو لخوا رامينځ ته شوې، اود پاکستان له حکومت اوخفيه اداروسره ترډيره وخته اوپه ځينو مواردوکې اوس هم همکاره ميډيا ثابته شوې، خوپردغه ميډيا دانګلیسانو اوامريکايانو نفوذ دهرې ورځې په تيريدو زيات شوی، ځکه چې یادوهيوادونو ددغې ميډيا موسيسين اوچلونکې ترخپل اثرلاندي راوستي، پخپلوهيوادونوکې يي استقبال کړي اوځان ته يې نږدې کړي دي، ددې ترڅنګ يې دلاپرمختګ لپاره مالي لاس هم ورکړی.

په ځينوهيوادونو کې بیاهمدا ډول ميډيا دلويديځو کړيو په ابتکار رامينځ ته شوې، لکه  په افغانستان کې چې يوګڼ شمير نادولتي رسنۍ دلويديځو حلقو لخوا فعالی دي اويا ددغولويديځو هيوادونو ديوه معتمد شرکت اوشخص لخوا رامينځ ته شوې، چې بیايې په تقويه کولو کې دهمدغو لويديځوهيوادونوحکومتونوهم مرسته کړې، لکه داغاخان شبکه چې يو لړ تلويزوني کانالونه، راديوي شبکې لري اويوشمير ورځپاڼې چلوي، دغه ميډيايي شبکه دامريکا اوملګرو هيوادونو په هڅونه، موافقه اومرسته رامينځ ته شوې ،همداراز په عراق کې دلويديځوهيوادونوخصوصا امريکا له لوري زيات شميرخپرنيزکانالونه جوړشوي دي.

دغه ډول میډيا ددغو هيوادونو داخلي ثبات اوملي ګټو ته کله ناکله ديوسترخطرحثيت غوره کوي، ځکه چې نيواکګرهيوادونه پدغوهيوادونوکې دخپلوګټوپه موخه د داډول ميډيا له لوري حکومتونه ترفشارلاندي راولي اودعواموذهنيت دخپلوپلانونومنلوته دناسمواوغولونکوتبليغاتوله لارې اماده کوي، ورسره دخپلوشوموپلانونو مخالفت کوونکې په يوه اوبل نامه بدناموي اوداعيه يې ناسمه تبليغوي.

همدارنګه دلويديځې نړۍ مخکښ هيوادونه لکه امريکا اوبرتانيه په اسلامي هيوادونوکې دتعليمي پروسيجر له لارې بيلابيل اهداف ترسره کوي، پدې برخه کې هغوي سیاسي، کلتوري اواستعماري موخې لري، دبیلګې په توګه په يوشمیر اسلامي هيوادونوکې چې دلوړو زدکړو ادارې دلويديځو تعليمي اداروسره دتواميت له لارې تړل کيږي نويوشمير ډيرمغرضانه شرايط ورباندي کيښودل کيږي،کوم پوهنتونونه چې دلندن له اکسفورډ اويا د امريکا له مشهورو پوهنتونونو سره دتعليمي معيارپه موخه ځان تړي، نوهلته دفني اومعياري مضامينو پرځاي دفکري اوسیاسي مطالبو شرايط ورباندي زيات ايښودل کيږي، لکه زموږپه ګاونډي هيواد پاکستان کې داکسفورډ اواغان د تعليمي بورډونونصاب چې دپخواني ديکتاتور مشرف په دورکې دحکومت په مرسته عام شوي، همدارازپه اسلامي نړۍ کې دامريکايي پوهنتونوشبکه چې دفکري استعمار اوذهني غلامي لپار يوه ستره امريکايي پروسه ده.

بل پلوهغه اشخاص او ادارې چې سترې تعليمې پروسې پرمخ بيايي، لويديځ قوتونه غواړي چې داستعماري اوفکرې جګړې دوسیلوپه توګه يې وکاروي، دهمدې لپاره لومړی هغه ترخپل اثراونفوذ لاندي راولي اوبيا دهغه په شهرت، پرمختګ اوموثريت کې دهغه مرسته کوي، ترڅو د خپلوموخو د ترلاسه کولوپرمهال هغه د يوهيرو په توګه وکاروي، لکه دترکيې دالنور سازمان چې په ترکيه اونړۍ کې دمکتبونو يوه لويه شبکه لري، اوترډیره وخته يوازي يوه تعلیمي پروسه وه، ددې سازمان بنسټ ايښودونکی اومشر فتح الله ګولن دی، نوموړی دامريکا تابعيت لري اوټوله کورنۍ يې په امريکا کې ژوندکوي، له لويدځومقاماتوسره ډیرې دوستانه اړيکې لري، فتح الله ګولن ترهغه پوري له سیاست نه دباندي شخص و، ترڅوچې په ترکيه کې نسبتا اسلام پلوه ګوند (ترقي اوانصاف ګوند) واک ته ورسيد، ددې ګوند په واکمني لويديځ هيوادونه ناخوښه وو، نوځکه يې له لومړۍ ورځې ددغه حګومت دپرزولولپاره پرخفيه تاکتیکونو لاس پوري کړ، په همدي لړکې يې له فتح الله ګولن نه هم کار واخيست، که څه هم په لومړيوکې ښاغلي فتح الله ګولن دترکيې له صدراعظم اردوګان سره ښې اړيکې لرلې، خو وروسته هغه داردوګان لپاره په يوه خطرناک چلينج بدل شو، بارباريې دترکيې اوسنی حکومت له ګواښونوسره مخ کړ، چې داپه اصل کې دلويديځو کړيو لخوا منظم تحريک و، چې ښاغلي ګولن يې ديوې موثرې وسیلې په توګه وکاراوه

لیکوال: جرس

ژمن ویب پاڼه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د