زولنې / عرفاني

عرفان الله (عرفاني)

خوند کړي لاسو پښو کې زما زولنې
ما شرنګولي لا پخوا زولنې

له زندانونو سره مينه لرم
لکه يوسف چې وړې پخوا زولنې

دا کيسې تل په محبت کې راځي
مجنون کړې تېرې د ليلا زولنې

چا شرنګولي څوک يې اوس شرنګوي
څوک د باګرام څوک د کيوبا زولنې

پلچرخي زندانه و نړېږې
پښو کې پرتې دي د اشنا زولنې

پام کړئ ملګرو چې بزدله نشئ
منو به ځان باندې بيا بيا زولنې

که خدای کول رنګين دوران به راځي
ماتې به کړو د دې دنيا زولنې

(عرفاني) خير که د زندان ميلمه يې
خوند کړي پښو کې ستا شرنګا زولنې