له یو بل سره قصه نه کیږي‎ / سعادت

سعادت

نن صبا وخت کې د پاګل سره قصه نه کیږي
مالدار خو څه کوې د غل سره قصه نه کیږي

هغه تېر شوی سلیمان ورته له کومې کړمه
دلته طوطي او له بلبل سره قصه نه کیږي

دا دروند مډال یې په کمزورو اوږو بار وګوره
د قهرمان او د اتل سره قـــصــه نه کیږي

دا به مهار شي د سزا او د جزا په میدان
په دې دنیا کې له یو بل سره قصه نه کیږي

پرون یې څنګ ته ناست وم نن یې د مزار تر څنګه
اوس سعــادتــه! له اجل سره قصه نه کیږي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د