اصحاب کهف او دهغوئ سپئ

علامه دمیري رح فرمایي  چي دالله تعالی په دې قول کښي: وکَلبُهُم بَاسِطً ذِراَعَیهِ باِالوَصِیدِ لواطلَعتَ عَلَیهِم لوَلَّیتَ مِنهُم فِراَرًوَّ لَمُلِئتَ مِنهُم رُعباً.

ژباړه

او دهغوي سپی  دهغه غار په دروازه کي پښي غزولي  دي  ناست دئ که چیري ته اې محمدصلی الله علیه وسلم هغې ته  وګورې  نو شابه تاؤکړې وبه تښتې او دهغه رعب به ستاپه زړه کښي ځای شي

٬ ٬٬٬٬٬٬٬٬  دعلماوو اختلاف دئ چي آيا داصحاب کهف سپئ چرته بل څیز وو یاکه سپئ وو  داکثرو مفسرینوپردې اتفاق دئ چي داپه اصل کښي سپئ وو  اوبعضی خلګ وايي چي هغه سپئ نه وو  بلکه چرته بل څه وو٬  ابن جریح وئیلي دي  چي دازمرئ وو ځکه چي دکلب اطلاق پرزمري هم کیږي ځکه حضور صلی الله علیه وسلم دعتبه بن ابی لهب په حق کښي دابد دعا فرمایلې وه٬٬

اللهم سلط علیه کلبا من کلابک

ژباړه

اې الله تعالی دخپلو سپوڅخه یوسپئ پرده مسلط کړې٬٬٬

نو ددې بددعاپه نتیجه کښي هغه یو زمري  خوړلئ وو٬ حضرت ابن عباس رضی الله تعالی عنه ویلي دي  چي هغه یوتورسپئ وو  ٬ مقاتل وایي  چي هغه  یو  زیړ سپئ سپئ وو  او دقرطبی مطابق هغه  یوسوربخن  زیړ سپئ وو ٬ او بعضی وایي چي سپئن سپئ وو او بعضی وایي  چي برګ سپئ وو او بعضو نورو بیا د سوررنګ

سپئ ښودلئ دئ٬ دمفسرینو ترمینځ ددې په نوم کښي هم  اختلاف دئ ٬ بعضو ده ته سپئ ویلئ دئ  اوبعضو ددې سپی نوم هم ښودلئ دئ  حضرت علی ابن ابی طالب رض  فرمایي  چي ددې سپی نوم٬ ریان٬  وو  داوزاعي مطابق ددغه سپی نوم ٬ مشیر وو٬  او سعید  حمال وایي  چي  دده نوم  حران وو٬ دحضرت عبدالله بن سلام  مطابق ٬ بسیط٬  او حضرت کعب بن احبار وایي چي نوم یې ٬ صیها٬  دیوې فرقې داګمان هم دئ  چي دا داصحاب کهف باورچي وو او بعضی  وایي  چي داداصحاب کهف یو فرد وو  چي دغارپه دروازه کښي  دطلیحه په توګه کښېنول شوئ وو  لهذا ده ته مجاز سپئ وویل شو ٬ ځکه چي حراست دسپي خاصیت دئ٬مثلا هغه ستارې چي دبرج جوزا تابع دي ورته  کلب وایي  ابوعمرو مطرزی په خپل کتاب٬ الیواقیت کښي او نورو مفسرینو لیکلي دي  چي حضرت جعفر بن محمدصادق ٬ د ٬ کلبهم  پرځای  کالبهم  ويلئ دئ دې نه دا معلومیږي چي داپه اصحاب کهف کښي دیوکس نوم وو او هغه یې دطلیحه په توګه ددروازې په خوله کښي کښېنولئ وو٬ خو علامه دمیري رح فرمایي  چي ددې قول تضعیف دالله تعالی  دقول  ٬  باسط ذراعیه بالوصید٬ څخه کیږي  ځکه چي مخي کي پښې غزول  اوکښېناستل دسپی  خاصیت دئ نه دانسان٬٫  دخالد بن  معدان قول دئ چي داصخاب کهف  دسپی ٬ دعزیر علیه السلام دخر او د حضرت صالح علیه السلام داوښې نه بل  یو ځناور هم جنت ته نه داخلیږي٬ په سورت کهف کښي دالله تعالی فرمان دئ چي سبعة وثامنهم کلبهم قل ربی اعلم بعدتهم مایعلمهم الا قلیلا٬

ژباړه

خلګ وایي چي اصحاب کهف اوه وو او اتم دهغوي سپئ وو تاسو ووایاست چي  الله دهغوي په شمیر خبردئ نه دي خبرپه هغو مګر لږ خلګ٬٬٬٬

په دې ایت کښي دالله تعالی  اعلمیت  په صیغه  دتفصیل ٬ اولږو خلګوته دعالمیت ثبوت  موجوددئ٬ دابن عطیه قول دئ  چي زما پلار ماته بیان کړئ دئ چي ماپه  ۴۶۹ هجری کښي  ابوالفضل بن جوهری څخه داوینا  اوریدلې ده  چي کوم خلګ  داهل  خیر سره محبت لري  هغه دهغوي څخه برکت  حاصلوي نو سګ  اصحاب کهف  داهل فضل سره محبت کړئ وو او دهغوي صحبت يې اختیارکړئ وو  نو الله تعالی پّ قرآن مجیدکښي دهغوي په محبت کښي دهغه ذکر هم کړئ دئ٬ په پړرتني آیت کریمه کښي چي کوم٬ وصید٬ لفظ راغلئ دئددې په هکله هم دمفسرینو اختلاف دئ  چونکه ابن عباس رض وفرمایل چي دوصید څخه مراد فناء الکهف٬ یعنی صحن خانه ده٬ سعید ابن جبیر ویلي دي چي دوصیدڅخه مرادخاوره ده خو دسدی  مطابق دوصید څخه مراد ٬ ناب٬ دروازه ده  او حضرت مجاهد هم ورته دروازه ویلې ده عتبي ویلي دي چي  له وصید څخه  مراد دغار پورتنئ او لاندېنئ عمارت دئ په پورتني آیت کښي چي کومخ لفظ٬ ولملئت ٬ راغلئ دئ  دهغه معنی درعب ده  او له دې څخه مراد دغار هغه وحشت دئ چي الله تعالی په هغه کې ایښئ دئ  چي یو سړئ هغه ته ونه رسیږي او نه هغه وویني ثعلبي وغیره ذکر کړئ دئ چي نبي صلی الله علیه وسلم الله تعالی ته درخواست وکړو چي ماته اصحاب کهف راوښیه  نو حکم ورته وشو  چي ته هغه بالکل نه شې لیدلای البته له خپلو اصحابو کباروڅخه څلور کسان له ځان سره روان کړه چي ستا پیغام هغوي ته یوسي او هغوي یعنی اصحاب کهف پرتا ایمان راوړي  نبي صلی الله علیه وسلم حضرت جبرائیل علیه السلام ته وویل چي زه خپل خلګ هغوي ته څرنګه ولیږم حضرت جبرائیل علیه وسلام ورته عرض وکړو چي ته خپل څادر خپورکړه٬  او دهغه څادر پر څلورو  کونجانو یعنی ګوټونو خپل څلور صحابه کرام یعنی حضرت ابوبکر صدیق حضرت عمر حضرت عثمان او حضرت  علی رضی الله تعالی عنهم کښېنوه او هغه هواطلب کړه کومه چي  دحضرت سلیمان علیه السلام دپاره مسخره شوې وه او هغې ته دخپل اطاعت حکم وکړه نبي صلی الله علیه وسلم هم همداسي وکړل نو دهوا دغه څلورسره صحابه کرام دهغه غار ترخولې پورې یووړل کله چي دغو څلور صحابه کرامو دغار له خولې څخه کاڼي لرې کړل سپي غپل شروع کړو خو کله چي ئی دصحابه کرامو صورت ولیدو نوچپ شو او صحابه کرامو ته ئی پخپل سر سره دغار دننوتلو اشاره وکړه ټول صحابه کرام غار ته داخل شول  او سلام ئی واچولو نو اصحاب کهف ودرېدل  او دسلام ځواب ئی ورکړو٬ بیا څلور واړه صحابه کرام هغوي ته مخاطب شول او ورته ئې وویل چي  اې دځوانانو ټولګیه نبي محمدبن عبدالله پرتاسو سلام ویلئ دئ هغوئ ځواب ورکړو چي ترکومې  زمکه او اسمان قائم وي پرمحمدص باندې  او پرتاسو دې هم  دهغوي دسلام راوړلو او دهغوي ددین دقبلولو سلام وي اصحاب کهف دا وویل او بیرته ویده شول ٬  او دامام مهدی علیه السلام  ترظهوره پورې به ویده وي٬ کله چي الصحاب کهف داوویل چي پر نبي صلی الله علیه وسلم باندې دې زموږ سلام وي نو بیا ویده شول او هغه څلور صحابه کرام  بیا هوا دنبي صلی الله علیه وسلم و حضور ته  حاضر کړل  نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورڅخه داصحاب کهف په باره کښي  معلومات وغوښتل نو صحابه کراموچي له اصحاب کهف څخه څه اوریدلي وو هغه یې ونبي صلی الله علیه وسلم ته بیان کړل هغوي چي کله نبي صلی الله علیه وسلم ته داصحاب کهف حال بیان کړو نو نبي صلی الله علیه وسلم دادعا ولوستله٬

اللهم لاتفرق بینی وبین اصحابی وانصاری وغافرا لمن احنبنی واحب اهل بیتی وخاصتی٬ ژباړه  اې الله تعالی زموږ او زموږ داصحاب او انصارو ترمینځ جدایي مه راوله او دهغوي مغفرت نصیب کړه چي زما او زما له اهل بیتو سره مینه لري٬٬٬

دمفسرینو په دې هکله هم اختلاف دئ چي داصحاب کهف په غار کښي دفناه اخیستلو وجه څه وه؟ په دې سلسله کښي مختلف قولونه  شته دي محمدبن اسحاق ویلي دي چي د اهل انجیل یعنی دنصاری عقیدې  فاسدې شوي وې هغوي دومره سرکشه شوي وو  چي دبتانو عبادت به ئی کولو او دشیطانانو په نومونو به ئی قرباني کوله خو په هغوي کي څه خلګ داسي هم وو  چي په مسیحی دنیا قائم وو او دالله تعالی عبادت به ئی کولو دهغوي دبادشاه نوم قیانوس وو دابادشاه ډیر بت پرست وو یوځلې دا بادشاه داصحاب کهف ښار ٬ افسوس ٬ ته ورسیدو دده له رسیدلو سره ایمان  والا له هغه ځای څخه ولاړل ځکه چي دې بادشاه هلته ټول راجمع  کړل او ورته ئی وویل چي یابت پرست شئ او یابه مو قتل کړم په دغو خلګوکښي چي کوم خلګ بې ایمانه وو هغوي بت پرست شول او کوم چي ایمانداره وو هغوي ترې انکار وکړو بادشاه هغوي قتل کړو او دهغوی سرونه یې دفنا ښار په دروازه راځوړند کړل٬ په مؤمنانوکښي یوټولګئ داصحاب کهف هم وو دې ټولګي ته چي کله دنورو مؤمنانو دقتل واقعه معلومه شوه نو دوي ډیرخفه شول ددې ټولګي تعداد اته کسان وو  او داټول دخپل قوم  اشراف خلګ وو دقیانوس بادشاه چي کله له دې ټولګي څخه خبرشو نو هغوي ئی وغوښتل او هغوي ته ئی هم ددوو خبرو اختیار ورکړو چي یابت پرست شئ او یا خپل مرګ قبول کړئ په دې ټولګي کې یوسړئ چي نوم یې وو ٬ مکسلمینا٬ په عمر کي ترټولو لوی وو  هغه بادشاه ته ځواب ورکړو چي زموږ معبود هغه دئ چي دزمکې او اسمان مالک دئ او ترهرڅیز لوی او غوره دئ موږ له هغه څخه سېوا دبل  چا عبادت نه کوو بادشاه چي داواورېدل نو ورته  ویې ویل  چي زما پرتاسو رحم راځي ګنې اوس به مې قتل کړي ولاست  زه تاسو ته مهلت درکوم ولاړشئ ښه غور او فکر وکړئ او له عقل حخه کار واخلئ بادشاه ورته دتللو اجزت ورکړو داخلګ دخپلو خپلو کورونوته ولاړل او هر یوه له خپل کورڅخه دخوراک څیزونه واخیستل او یوځای راجمع شول او مشوره ئی سره وکړه او بیا هغوي ټول د یوغار پر طرف روان شول له هغوي سره دچا سپئ هم تللو او له هغوي سره دې غار ته ورسیدو٬٬٬ دسپی په اړوند هم څه قولونه شته٬ کعب وائی چي داسپئ په اصحاب کهف کي دهیچا نه وو بالکه داپه لاره کې ورسره ملاؤ شوئ وو کله چي دوي پرلاره تېرېدل نودې سپي ورپسې وغپل دوي ډیرکوشش وکړو چي له ځانه یې لرې کړي خو هغه له شاورپسې روان وو کله چي دې اصحاب کهف دشړلو ډیرکوشش وکړو نو دغه سپئ ګویاشو اودشاپرپښو ودرېدواو دمخ پښي یې اسمان طرف ته  کړلې او دعایې وکړه دبیا اصحاب کهف ته مخاطب شو ورته وې ویل چي تاسو له ماڅخه مه ویریږئ زه دالله تعالی له بندګانو سره محبت کوم٬  ماهم دځانه سره بوځئ تاسو به ارام کوئ زه به مو څوکیداریم٬ دحضرت  ابن عباس رض قول دئ چي اصحاب کهف اوه وو او دشپې تښتیدلي وو په لاره کښي ورته یوشپونکئ ملاؤ شو له هغه سره یو سپئ هم ووهغه شپونکئ هم ددوي په دین له دوي سره شو داټول چي غار ته ورسیدل  نو دالله په عبادت او دخپل خوراک اوڅښاک انتظام یې دیوځوان پر زمه کړلو  چي نوم یې٬ ملیخا وو داځوان په دې ټولوکې ښایسته وودئ به دمسکینانوپه جامه کښي بازارته تللو او دخوراک اوڅښاک څیزونه به يې راوړل او ددې خپلو ملګرودپاره به ئی دجاسوسۍ کارهم کولوترڅه وخته پورې داټول  دغه شان اوسیدل یوه ورځ ملیخا راغلو او داخبریې راوړو چي بادشاه اوس هم زموږ په تلاش کې دئ هغوي چي داخبرواورېدو نو وویریدل او خفه شوو هم دې حالت کي  هغوي یوبل پوهول چي الله تعالی ورته خوب وروستوټول ویده شول او دهغوي هغه سپئ هم ویده شو څه ورځې پس بادشاه قیانوس ته پته ولګېده چي هغوي په دې غارکې پت شوي دي نو الله تعالی هغه ته داخبره په زړه کي ورواچوله چي یو دېوال جوړکړي اوپرغره باندې دتګ او راتګ لاره بنده کړي چي دغه خلګ دلوږې او تندې له لاسه مړه شي ځکه ددې بادشاه په ګمان کې داخبره نه وه چي هغوي ویده دي او دالله مشیت داوو چي دهغوي اکرام وکړي اوخپل مخلوق دپاره یې دکامل قدرت نښته وګرځوي٬ الله تعالی هغوي دقیانوس په ذریعه  ددنیا دنظر څخه پت کړل او دهغوي روحونه یې دخوب په صورت قبض کړل او ملائکه یې دهغوي په ډډه اړولو باندې مآمورې کړلې

٬٬٬٬٬

په درناوي

محمدعلی عمری

پاکستان٬ مسلم باغ

omari.zabul@gmail.com



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.