افغانستان

د ننګرهار په حصارک کې سرتېري برید درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت د حصارک ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه پر ولسوال او قوماندان د واسکټ بم برید شوی دی.

د لومړنیو ورکول شویو معلوماتو په اساس په برید کې ولسوال عبدالخالق او ۹ پولیس ټپیان شوي او امنیه قوماندان او ساتونکی یې وژل شوي دي.

طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او زیاتوي، چې د دوی یوه ملګري د خپل واسکټ بم په مټ د حصارک ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه د اربکیانو مشر، ولسوال او امنیه قوماندان په نښه کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې برید کې د قوماندان او ولسوال په ګډون ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بل خوا د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، چې په دې برید کې د اربکیانو مشر او د هغه یو ساتونکی وژل شوی او د ولسوال عبدالخق په شمول نهه تنه نور ټپیان شوي.

خبرپاڼې ویلي، چې ټپيان دا مهال روغتون ته رسول شوي.

ویل کېږي، چې په دې برید کې د ولسوالۍ ودانۍ ته هم دروند زیان اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x