fbpx

ترخې شپې/ صداقت

قاضي خالد صداقت

دخزان سپېره سپېره بادونه لګي
ګران وطن ځنې سپرلیو کډه کړې

داچې نه خاندي او نه را زرغونیږي
موسکا ګانو له غوټيو کډه کړې

څه د کرکې يو بې خونده شان منظر دی
محبت مو له زړګيو کډه کړې

په وطن مې دغمونو هۍ ناتار دی
ور نه تللي خوشاليو کډه کړې

نرښځي چې پکې ګرځي او راګرځي
داسې ښکاري چې سړيو کډه کړې

د یتیم بچي په سويو سويو کړيکو
سورخۍ زما له اننګيو کډه کړې

هغه خان شو د خبرو شان یې نشته
هغوی اوس ده، له کيږديو کډه کړې

اوس یاران هم په کلو پوښتنه نکړي
زما جېب نه چې روپيو کډه کړې

صداقته! چې دا بیا به څنګه چل وي
چې دې بیا له بګراميو کډه کړې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د