که سبا د زابل والي له غلا کړیو پیسو سره وتښتي ؟

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: له پرونه راهیسي په یو شمیر معتبرو رسنیو کې خبر نشریږي چې د زابل ښاروال محمد طیب له دری ملیونه افغانیو سره یوځای نامعلوم لوري ته تښتیدلی دی .

یاد خبر د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال هم تائید کړی او ویلي یې دي چې تښتیدلی محمد طیب شپږ میاشتې وړاندې د زابل سرپرست ښاروال ټاکل شوی او دوه ورځې وړاندې له دری ملیون افغانیو سره یوځای تښتیدلی دی.

د ګډ حکومت چارواکي چې عملا ټول غله ، خو ظاهرا د قانونیت او رسمیت دعوی لري د زابل ښاروال په اړه یې له پرونه راهیسي چوپتیا غوره کړې ده.

هیڅوک نشته چې د دې غله په اړه ځواب ووايي چې نوموړی څوک و ؟ له کومه راغی ؟ او د چا لخوا څرنګه پرد غومره مهم پوست مقرراو اوس په کوم لوري وتښتیده؟

دا چې نوموړی توانیدلی دري ملیونه نغدي پیسې له ځان سره وتښتوي ده به د خپلې شپږ میاشتنۍ دندې پر مهال د ښاروالۍ له مراجعینو څخه په بډو او رشوت کې څومره پیسې وهلي وي؟

تر اوسه پوري خو د ګډ حکومت په اداراتو کې د غلا او اختلاس دا معمول و چې هغوي به په یوې ادارې کې تر فساد او اختلاس وروسته بلې ادارې ته تبدیل او په نمایشي ډول به یې د فساد دوسیه په قضايي ارګانونو په جریان کې وه.

د زابل د غله ښاروال نوې ماډل غلا د حکومتي غلو لپاره د ښکاره غلا نوي ریکارډ جوړ کړ چې له دې وروسته هر دولتي غل کولی شي له دې طرز نه په استفادې سره د ولس له شتمنۍ تر هغو غلا وکړي چې څو توانیږي او د افشاء کیدو په مهال خپل ځان نامعلوم لوري ته غیب کړي.

اوس د دې هیڅ تضمین نشته چې سبا د زابل والي ښاغلی خیال محمد حسیني په دا لویه سپینه ږیره د ولایت له مالي عائداتو څخه په سلګونه ملیونه افغانۍ غلا او همدا سي د خپل مجهول النسبه ښاروال محمد طیب په څیر تری تم شي.

ځکه د ښاروالۍ او والي په وظیفوي لحاظ هیڅ توپیر نشته دواړه د خپل اداري واحد (وزارت) واحد دویمي دي .

دا چې د زابل د غله ښاروال د غلا او د هغه د تعقیب په اړه په دریمه ورځ هم د ګډ حکومت اړونده چارواکو ځان چُپ نیولی نو د والي خیال محمد حسینی د غلا په اړه به یې هم په حتمي ډول همدا موقف وي چې فقط د هغه پرغلا خاموشي اختیار کړي اوبس…

ګربه میر و سګ وزیر و موش درباني کند …… این همه ارکان دولت خانه ویراني کند

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د