لټ/ لنډه کیسه

احمدګل ريان
سهار سپيده چاود يې مبايل زنګ وکړ، څو واره يې خاموش کړ خو مجبور شو جومات ته لاړ، له لمانځه وروسته د کار کوټې ته ننووت، بخارۍ يې ولګوله او د ناستې د ځای په سوچ کې شو. د لمرخاته کونج طرف ته د ميز او چوکۍ خوا ته ور روان شو، د ميز پر سر يې چرموړلي د برق تارونه وليدل، يو د کمپيوټر او دوه د مبايل چارجرونه، د USB او د مبايل data کيبلونه. په کتابچو، کتابونو او خراب شويو کاغذونو يې سترګې ولګيدلې. په چوکۍ کې هم يو جای نماز، يو نری څادر او يوه خولۍ پراته وو.
د قبلې طرف ته يې مخ واړاوه چې ګوندې د ناستې ځای پيدا کړي، خو هلته يې هم کتابچې او کتابونه وليدل چې شيندلي پراته و. يو دوه اخبارونه يې کمکيانو شندلي او څيرلي وليدل.
هم يې کار ته زړه کيده او هم خوب ته، خو سستي پرې غالبه وه. نه يې د خوب لپاره د څملاستې خالي ځای پيدا کړ، نه د کار لپاره د ناستې او نه يې دومره وس و چې ځان ته ځای جوړ کړي.
له ځان سره يې وويل: اوس به بازار ته ووځم او د ناشتې لپاره به څه راوړم، د کوټې صفايي به وروسته وکړم.
خو د بلې ورځې په سهار بیا له همدې مشکل سره مخ و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د