افغانستان

د پاکستان له لوري پر کونړ د توغندیو د بریدونو په اړه د کرزي توند غبرګون

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): مخکېني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ د پاکستانیو پوځیانو له لوري د توغندیزو بریدونو په اړه توند غبرګون ښودلی او د دغو بریدونو د ژر تر ژره د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د توغندیو بریدونه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي او د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری دی.

«دغه بریدونه چې د سیمې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي، زموږ پر خاورې او خلکو واضح تیری او د ټولو نړیوالو موازینو خلاف عمل بولي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانان د تېري پر وړاندې چاته سر نه ټیټوي او د پاکستانیو د توغندیو ځواب به هم ورکړي.

«افغانانو د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم د زور او تیري پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی او له دې وروسته به یې هم ټیټ نه‌کړي»

کرزي له پاکستانه غوښتي، چې له افغانستان سره د یوه ورور او دوست هېواد په توګه ګاونډی پاتې شي.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر سرحدي ولسوالیو توغندیز بریدونه کوي؛ خو امنیتي چارواکي یوازې غبرګون ښيي او پر وړاندې یې اقدام نه کوي.
دوه ورځې وړاندې د کونړ امنیتي چارواکو ویلي وو، چې پاکستانیو پوځیانو پر دانګام ولسوالۍ ۱۸۰ توغندي توغولي، چې څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی د کرزی دا خبره چه افغانان چاته سر نه ټیټوی خو هغه افغانان ( طالبان ) دی چه چاته سر نه ټیتوی هغه احمدشاه او میرویس نیکه په شان نیکونه او ننګیالی مجاهدین او یا د نازو او ملالی په شان ننګیالی او غیرتی خویندی وی چه انګریزانو ،روسانو ، امریکایانو او بل هر چابر ته یی د کارمل او کرزی په شان سجدی نه دی کړی . کرزی خو د انګریزانو او امریکایانو په سره ډولۍ او سرو چامو کی میکپ شوی او سرټیټی افغعانستان ته راغی سرتیتی یی ۱۳ کاله تر هغی سرتيتی وو ااو تر هغهی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x