نظــر

د تخارۍ میرمنې قضیه ولي اوس را سربیره شوه ؟

شاهد (غزنیوال)

له څو ورځو راهیسي په خواله رسنیو کې د ثریا په نوم یوې تخارۍ میرمنې د صحرايي محاکمې قضیه را پورته شوې اوډیره هوا ورکول کیږي.

۲۲ کلنه ثریا چې د خپل ما ما او د هغه د زامنو لخوا دری میاشتې وړاندې د تخار د چاه اب ولسوالۍ په رباط سيمه کې له یوه نامحرم سړي سره د اړیکو په تور په عام محضر کې په لښتو او لغتو ووهل شوه له رسنیو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې وهونکی یې خپل ماما او دهغه زامن دي چې اوس له دریو میاشتو تیریدو وروسته نوردا له خپلې قضیې صرف نظر او د خپل ماما او د هغه د زامنو پر کړنو نیوکه نه لري.

خو دولتي چارواکي وروسته له هغه د ثریا نومې میرمنې د قضیې په اړه غبرګون ښیي چې د دې د وهلو د صحني تصویري ویډیو رسنیو ته رسیږي او له دې لارې هم دولتي چارواکي او هم د ښځو د حقوقو مدافعین خبریږي.

دا چې د ثریا قضیه به څه او ماما او د ماما زامنو یې ولي هغه په عام محضر کې په لښتو وهلې بیله موضوع ده ، خو له هغې سره تر سره شوی چلند له شکه پرته چې د ټولو انساني ، اسلامي او خلاقي معیارونو خلاف یو عمل دی.

که چیري له نوموړې میرمنې سره دا عمل د شرعي حد په نوم شوی وي نو هغه قطعا شرعي څه چې یو انساني عمل نه بلل کیږي؛ ځکه د زنا شرعي حد که هغه رجم وي (سنګسارکول) او که جلد وي (په دورو وهل) هغه خپل شرائط او مشخصات لري چې د مسلط شرعي حکومت د شرعي قاضي لخوا به د حد د تنفیذ د ټولو شرائطو تر پوره کیدو وروسته تر سره کیږي.

د ثریا نومې میرمنې د وهلو پیښې ته که هرڅومره د غرضي رسنیو لخوا د صحرايي محکمي نوم ورکول کیږي دا دهغوی خپل شیطانت دی ، کنه هغه څه چې په یادې ویډیو کې ښکاریږي هغه د صحرايي او غیر صحرايي محکمې پریکړه نه ؛ بلکې خپله د ثریا د کورنۍ شخصي غیر شرعي او قانوني عمل دی چې یواځې له ثریا سره نه بلکې د ګډ حکومت تر سیوري لاندې له ډیرو نورو میرمنو سره هم دغسي نا انساني چلند کیږي چې ګډ حکومت ورته په خپلو دیموکراتیکو ادبیاتو کې د ښځو په خلاف تاوتریخوالی وايي.

خو دا چې د ثریا قضیه تر دریو میاشتو تریدو وروسته اوس را سربیره کیږي ، حکومتي چارواکي او د بشر دحقوقو کمسیون ورباندې خپل غبرګون ښيي او په تړاو یې په یو دوه ورځې کې ۷ کسان نیول کیږي د دې تر شا ځیني نور داسې غرضي عوامل پټ دي چې غواړي له ثریا سره سره شوي چلند ته د شرعي حد پلي کولو نوم ورکړي او بیا له دې لارې اسلامي حدود او دهغو تنفید تر تنقید لاندې ونیسي.

ګډ حکومت پر نورو فساداتو سربیره د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي کې هم په نړیوله کچه لومړی مقام لري ، د تخارۍ میرمنې وحشیانه پیښه لومړۍ پیښه نه ده چې د ګډ حکړمت تر سیوري لاندې پیښیږي ، بلکې په لسګونو داسې پیښې هره ورځ په کابل او د ولایتونو په مرکزونو کې پیښیږي چې په هغو کې میرمنې وژل کیږي او ځینې خو لکه د جاهلیت د زمانې ژوندۍ سوځول کیږي خو د ګډ حکومت چارواکي دغه ناراواعمل په سترګو ویني او د عاملینو په وړاندې یې همداسې بي تفاوته پاتي کیږي.

زمونږ د اعاء ښکاره بیلګه په کال ۱۳۹۳ کې د کب میاشتې په ۲۸مه د کابل په شاه دوشمشېره سیمه کې د ولسمشریزې ماڼې په څو متري کې د یوې مسلمانې خور فرخندې د شهادت بوږنوونکې پیښه وه چې د امنیتي پولیسو په ملتیا رامنځته خو قضا يي چارواکو یې په ۱۳ تنو عمدي قاتلینو باندې یوکال وروسته هسي یو نمایشي حکم صادر کړ .

خلاصه دا چې ګډ حکومت او د هغه تر سیوري لاندې د بشري حقونو په نوم خپلواک کمیسیون او نور د بشري حقونو مدافع سازمانونه یواځې هغه مهال د ښځو د حقونو د تحفظ دعوه کوي چې په هغه کې اسلامي حدود او یاهم د ښځو د حقونو په اړه اسلامي ارشادات تر نیوکې لاندې نیول کیږي.

خپله د دوي لخوا که میرمنې ژوندۍ سوځول کیږي ، که ترهوايي بمبارو نو لاندې نیول کیږي او یاهم له خپله کور کلي څخه اجباري مهاجرته اړیستل کیږي هیڅ ځان نه خبروي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ښه لیکنه ده خو: داسی ښکاری چه پدې قضیه کی هر پلو د خپلی قانونی کمبلی څخه پښې اوږدې غځولی دی . چه داسی ده نو زه به هم یوه شېبه پښې وغځوم او داسی به ووایم: پداسی حال کی چه اسلام او پېغمبر ئې د رحمت باران بولم خو که می قدرت درلودای ددې ډبول شوی او وهل شوی مېرمنی وهونکی او تماشاچیان می ټول په توپ کی الوزول نه یوازی دوی بلکه هر هغه څوک چه د عربو د جاهلیت د دوران فرهنګ ته درناوی لری البته ددې په څنګ کی می هغه کسان هم په توپ کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x