افغانستان

د بګرام هوايي ډګر په دروازه کې د مامورینو پر لېږدونکي کاسټر چاودنه شوې

نن ټکی آسیا: د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې د بګرام هوايي اډې ته څېرمه دمامورینو پر لېږدونکي کاسټر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

د طالبانو ویاند وايي، چې دا چاودنه دوی کړې ده، ځکه چې په دې موټر کې له مودو مودو دغې اډې ته جاسوسان، قراردادیان، ژباړونکي او فاحشې لېږدول کېدې.

  طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د بګرام هوايې ډګر په ورودي دروازه کې نن لس بجې پر دغه کاسټر موټر چې له مخکې د دوی تر څار لاندې و، چاودنه وشوه.

نوموړی څرګنده کړه، چې په چاودنه کې د موټر ټوله سپرلۍ چې شمېر یې شاوخوا شلو تنو ته رسېده مړه او ټپيان شوي او موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللی.

د بګرام امنیه قوماندان محمد معصوم فرزي چاودنه تایید کړه او زیاته کړه، چې د موټر عمله ټوله ښځېنه مامورینې وې.

د نوموړي په خبره دې ښځو د انهم په نامه له یوه شرکت سره کار کاوه.

نوموړي د تلفاتو کره شمېر په ډاګه نه کړ؛ خو د یوې ټپې شوې ښځې حالت یې د انديښنې وړ بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x