ورزش

کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته په لومړۍ شل اوریزو لوبه کې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

لوبه کې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې زمبابوې ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د زمبابوې پېل که څه هم ښه و او په لومړي سر کې معلومېده چې دوی به افغانستان ته ستر هدف وټاکي، خو وروسته د راشد خان په شمول نورو توپ اچوونکو غوره لوبه ترسره کړه او د زمبابوې لوبډله یې تر ۱۲۰ منډو محدوده کړه.

ددی لخوا اوپنر سولومون مایر غوره ۳۴ منډې جوړې کړې، همدا ډول په پای کې ویلر هم ښه لوبه وکړه او په ۱۶ توپونو یې ۲۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا راشد خان د ۱۹ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول، او شرف الدین شرف ۲، ګلبدین نائب، محمد نبي او افتاب عالم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د افغانستان لخوا کریم صادق او محمد شهزاد لومړی توپوهنې ته راغلل، چې کریم صادق په ۷ توپونو یوازې ۵ منډې جوړې کړې او وسوځېد، وروسته محمد شهزاد ۲ اسمان څکې شپږیزې ووهلې او خپل راتګ یې لوبډلې ته ثابت کړ، نوموړي د ۲ شپږیزو او یوې څلوریزې پر مټ په ۱۱ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې.

همدا ډول محمد نبي غوره ۴۰ منډې جوړې کړې او تر پایه ونه سوځېد، چې ۳ شپږیزې او ۴ یې څلوریزې ووهلې، ورپسې شرف الدین ۱۸، اصغر ستانکزي ۱۱ او شفیق الله ۱۴ منډې جوړې کړې، نجیب ځدراڼ له کومې منډې جوړولو پرته وسوځېد.

په پای کې افغانستان زمبابوې ته د ۵ ویکټو او ۳۲ توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه، او محمد نبي په غوره او هر طرفه لوبې سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې ددواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه به سبا د سې شنبې په ورځ په شارجه لوبغالي کې په ۷:۳۰ بجو ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x