كشكي زه يو بت تراش واى / جهاني

عبدالباري جهاني

ته د حسن خالق راوړې ته دسته وې د سرو گلو
ته مينا وې په محفل كي د پېړيو د سرو ملو
ته د گل په څېر نازكه له پاپيو تر كاكلو
ته آواز وې د بلبلو ته شرنگى وې د پايلو
بس يو زه واى يوه ته واى سر تر نوكه مي ستايلاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

ما به ته واى ژوندۍ كړې د مرمرو له خيالونو
سر آغاز به يې ستا نوم واى د آذر د هنرونو
ته به رنگ د قصيدو واى ته به شرنگ د غزلونو
ستا په ياد به شرنگېدلاى زير او بم د ربابونو
نكلچي به په محفل كي دا يوه سندره كړلاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى
له تېشې به مي تراشلې ښايسته لكه سپوږمۍ واى
تكه سپينه لكه واوره بند پر بند ښايسته غوټۍ واى
لكه ته چي ښايسته يې بس همداسي گلالۍ واى
هره شپه خوب ته راتللاى زه ملوك ته مي بدرۍ واى
د هنر تېشه په لاس كي ستا پر پښو مي ساه ختلاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

يوه شپه لكه شبنم يې د غونچې غېږ كي راغلې
لكه څاڅكى د الماس يې سپينو وړانگو ځلولې
لكه خوب تر لېمو راغلې پر بڼو مي زنگېدلې
څه نېكمرغه وې زما سترگي چي پر تا به لگېدلې
بس چي دواړه سره مله واى او د لمر نړۍ ته تللاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

كشكي شپې د سمندر ته زه او ته سره تنها واى
د څپو غېږي ته تللاى د موجونو تماشا واى
ته مي غېږي ته لوېدلاى سر تر نوكه ټوله زما واى
له نړۍ څخه گوښه واى ټول غمونه مو تر شا واى

پر سپين مخ دي توري څوڼي نسيم ورو ورو لوبولاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

كشكي مخ ته غوړېدلي سره گلونه د بېديا واى
د وحشي گلو پر څانگو يرغلونه د بورا واى
په گلونو كي روانه لكه زركه د صحرا واى
ستا پر سرو شونډو سندره بېخبره له دنيا واى
د شپانه د شپېلۍ ږغ واى موږ له ليري اورېدلاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

زه او ته واى نيمه شپه واى پر جهان تيارې خپرې واى
ما دي سپين مخ ته كتلاى ستا دي دواړه سترگي سرې واى
ما د خيال په شيش محل كي درښودلي خزانې واى
تا په سرو ورېښمينو گوتو را اخيستي دردانې واى
د خيالونو په ټالونو د سپوږمۍ بام ته ختلاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

ته قدرت ښكلې پيدا كړې ته پخپله كرشمه يې
زما د خيال پر تور تمونو د برېښنا په څېر خپره يې
هر قدم راسره درومې په هر خوب كي راسره يې
زه به څنگه بې تا پايم زه لمبه ته مي ډېوه يې
بس دا يو نوم راته ياد واى ته مي ژبي ته راتللاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

كشكي تل د وصل شپه واى كشكي تور مخ د هجران واى
لاس تر غاړه سره ناست واى يو مو كور يو گورستان واى
او يا ته ممتاز محل واى او يا زه شاه جهان واى
زما دي عمر واى د خضر خزانې د هندوستان واى
ستا په نوم مي تر قيامته محلونه جوړولاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

جهاني قلم دي جار سم دا ته څرنگه شاعر يې
خندوې مي، مستوې مي، ژړوې مي، جادوگر يې
دا پر چا باندي مين يې دا ته څونه بختور يې
هم سوځل كړې هم سوځېږې لكه شمع اور پر سر يې
ستا نظمونه په پښتو كي هر شاعر نه سي ليكلاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

ته د حسن خالق راوړې ته دسته وې د سرو گلو
ته مينا وې په محفل كي د پېړيو د سرو ملو
ته د گل په څېر نازكه له پاپيو تر كاكلو
ته آواز يې د بلبلو ته شرنگى يې د پايلو
بس يو زه واى يوه ته واى سر تر نوكه مي ستايلاى
كشكي زه يو بت تراش واى له مرمرو مي تراشلاى

ويرجينيا
2007/13/1

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

ته یو نه څو بت پرست یی ، پرون کمونست او روسانو ته دی سجدی کولی او نن سکولرست یی امریکایانو ته سجدی کوی په دی مو زړه یخ نه شو له پت پرستی بت تراشی ته دی مینه زیاته شوه ؟ دا خو اسانه خبره ده د امریکایانو خره او اسان خسیانوه عینا بت تراشی ده