ایران: موږ تر امریکا او روسيې غښتلي توغندي لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ایران د پاسدران انقلاب ځواک مرستيال مشر جنرال حسين سلامي ويلي، چې هېواد يې داسې پرمختللي توغندي لري، چې امریکا او روسيې سره هم نشته.

العالم ټلويزيوني شبکې د جنرال سلامي له خولې ويلي: «د ایران پاسداران انقلاب داسې توغندي لري، چې کولی شي، چې امریکايي اهداف په اسانه او دقت سره په نښه کړي.»

جنرال سلامي زياتوي: «له مبالغې پرته زه تاسې ته په پوره صداقت او مسؤوليت وايم، چې زموږ پوځي او توغنديزه ټيکنالوجي دومره پرمختللې، چې دوښمن پر ایران د بريد جرئت نشي کولی.»

د پاسدران انقلاب دغه جنرال روښانه کړې، چې د پوځي ټيکنالوجي له پلوه يې هېواد «پر دښمن غالب دی او داسې پرمختللي توغندي لري، چې امریکا او روسيه يې هم نه لري.»

جنرال سلامي وايي: «نن موږ کولی شو، چې په بالستيکي توغندي امریکايي اهداف په اسانه په نښه کړو، چې سرعت يې له غږ څخه اته برابره زيات دی او دا ټيکنالوجي مو په داسې حال کې ترلاسه کړې، چې د ایران پر وړاندې ټولې لارې تړل شوې وې.»

دغه ایراني جنرال زياته کړې، چې «په بشپړ باور او ډاډ وايم، چې له موږ سره د ‘سکندر’ په نوم داسې توغندي شته، چې نه يې امریکا لري او نه هم روسيه؛ ځکه دا توغندی کولی شي، چې خپل ټاکلی هدف په دقت سره په نښه کړي.»

جنرال حسین سلامي د خپلو خبرو په پای کې ويلي، چې دوی د پردې تر شا د خپل دښمن غږ اوري او ایران پوهېږي، چې دښمن يې څه پلانونه او دسیسې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د