افغانستان

نېکزاد: که رسنۍ په راتلونکو ټاکنو کې تعصبي مسایلو ته لمن ووهي، وبه يې تړو

د ټاکنو د رسنیو کمیسیون مشرې فريدې نيکزاد نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې پر دې ټینګار وکړ، چې رسنۍ باید په راتلونکو ټاکنو کې ځان بې طرفه وښيي او د هریو نوماند اړوند مساوي چلند وکړي. نیکزاد وويل چې رسنۍ باید د ټاکنو د قانون د يوشپېتمې مادې له مخې دسکوت په دوره کې نوماندانو په تاوان یا ملاتړ راپورونه ورنه کړي ا باید د سکوت دورې ته ژمن واوسي. هغې وويل، چې جمهور ریس او د ټاکنو خپلواک کميسيون د دوی ملاتړي دي، نو هغه رسنۍ چې قومي، سمتي یا هم ژبنیو تعصبي مسايلو ته لمن ووهي، دوی به د دویم وار ټاکنو د پايلو تر اعلانه خپرونې وتړي.

فريدې نيکزاد په تېر ټاکنو کې د تخلف په خاطر جریمه شويو څوارلسو رسنیو ته خبرداری ورکړ، چې په دې اوونۍ کې دې خپلې جریمې پرې کړي، کنه قانوني چلند به ورسره وشي.

د تېرو ټاکنو د سکوت په دوره کې څوارلس رسنۍ د ځينو نوماندانو په ملاتړ د خپرونو په خاطر جريمه شوې،چې تراوسه يې دریو رسنیو جریمې پرې کړې دي. په دې رسنیو کې تر ټولو ډېرې جریمه پر (آئنه) تلویزون راغلې وه، چې پنځه اویا زره افغان نقدي جریمه وه، نورې رسنۍ له دې ښکته تر پنځو زرو افغانیو پورې جریمه شوې وې.

په تېرو ټاکنو کې افغان دولت، نی او د ټاکنو درسنیو کمیسیون په رسنیو غږ کړی و، چې د ټاکنو په ورځ دې امنيتي پيښې نه خپروي، چې د چارو د شنونکو پر باور دې کار هم رسنیو او هم عامو وګړو ته تاوان پېښ کړ.

په دې وروستيو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي، چې ګواکې طالبان د رسنیو په یو طرفه تبلیغاتو قهرېدلي دي، مګر طالبانو رسماً تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. که څه هم هغوی په ازادو رسنیو غږ کړی چې هڅه دې وکړي خپل بې پرېتوب وساتي، مګر ځینو رسنیو دغه اصل ترپښو لاندې کړی دی. چې ښايي د رسنیو ارزښت  ته ضرري وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x