افغانستان

دولتي عسکرو په شېرزادو ولسوالۍ کې يوه مدرسه نړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): دولتي عسکرو د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې چاپه وهلې، د مدرسې ډېره برخه يې نړولې ده او زده کوونکي يې هم وهلي ډبولي دي.

د شېرزادو ولسوالۍ د مرکيخېلو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دولتي عسکرو تېره شپه شنډي توت سیمه کې د شيخ محمد عالم سيمه‌ ييز عالم پر مدرسې چاپه وهلې د مدرسې زده کوونکي يې وهلي ډبولي او تر اوسه د يوه زده کوونکي د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د شېرزادو ولسوالۍ امنيتي مسؤولينو دا خبر تاييد کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې دولتي عسکر او امريکايي پوځيان په ننګرهار او د هېواد په نورو برخو کې پر ديني مدرسو چاپې وهي، زده کوونکي يې وهي ډبوي او وژني يې، بلکې تر دې څه موده وړاندې يې د خوږياڼو په ټټنګ سيمه کې يوه مدرسه ويجاړه کړې وه، درې زده کوونکي يې په کې وژلي وو او يو شمېر نور يې ټپيان کړي وو.

نږدې دوه مياشتې وړاندې هم ګډو ځواکونو د ميدانښار په نرخ ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې د چاپې پر مهال شپاړس زده کوونکي وژلي وو او همدا ډول پېښې د هېواد په نورو برخو کې هم زياتې شوي دي.

حکومت تر اوسه د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره کوم ګام نه دی اخيستی او دولتي عسکر تل ادعا کوي، چې په دغو مدرسو کې د طالبانو جنګيالي اوسېدل، خو له هرې پېښې وروسته سيمه‌ييزو خلکو او پارلماني وکيلانو رسنيو ته د دولتي عسکرو ادعا ناسمه بللې ده.

د نورو ملکي خلکو د وژلو او ځورولو سربېره پر ديني مدرسو چاپې په داسې حال کې زياتې شوي، چې حکومت تل د رسنيو له لارې د باور جوړولو هڅه کوي، چې دوی په هېواد کې ديني ارزښتونو ته قايل دي او ټينګار کوي، چې د ديني مدرسو محصلين دې د پاکستان پر ځای په هېواد کې خپلې زده کړې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x