افغانستان

مسير: امريکا له ټاکنو پرته د افغان حکومت موده پنځه کاله نوره اوږدوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): مسیر ورځپاڼه لیکي، دوی ته باوري سرچينې ویلي، چې امریکا غواړي له ولسمشریزو ټاکنو پرته د ګډ حکومت موده پنځه کاله نوره اوږده کړي.

د سرچينې له قوله د همدې فورمول د تطبیق لپاره مهمو امریکايي استازو د تېر جهاد له ځينو مشرانو او سیاسي مخکښانو سره ليدلي دي.

امریکایانو دوی ته ویلي، چې غواړي «قیادي شورا» جوړه کړي او همدا شورا به د دوی د فورمول تاييد او له تطبیق سره به يې سره خوځوي.

ورځپاڼه کاږي، امریکایانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، انوارالحق احدي، کریم خلیلي، حامد ګیلاني او ځينو نورو مشرانو سره ليدلي دي.

امریکایانو دوی ته د دې هوکړي په بدل کې لوی امتیازات منلي، خو له یادو کسانو ځينو انکار کړی او ځينو ورسره په مشروط ډول د هو سر ښورولی.

ورځپاڼې د ګلبدین حکمتیار د انکار په اړه څه نه دي ويلي، خو ویلي يې دي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي چې امریکایان غواړي د دې شورا مشر يې کړي له دې انکار کړي.

د حراست او ثبات شورا غړو هم انکار کړی او دوی په ټاکنو ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تازه په بلخ کې واکمن عطامحمد نور هم ويلي، چې حکومت ټاکنې په لوی لاس ځنډوي او غواړي د خپل واک موده اوږده کړي.

تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوي مشر ګلاجان صیاد هم د ځينو علتونو په یادولو سره د ټاکنو د ممکنه ځنډ خبر ورکړ.

افغان حکومت د دې امریکايي فورمول په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

یاده دې وي د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ د شوې هوکړې له مخې د دې حکومت واک دوه کاله و، چې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې درې کاله موده نوره هم ور اضافه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x