افغانستان

دفاع وزارت: امریکا به افغان ځواکونو ته تر ۲۰۲۰م کاله ۱۵۹ الوتکې ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزيري وايي، تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د ‏امریکا له خوا ورسره ژمنه شوې الوتکې ور وسپارل شي‎. ‎

وزيري دعوه کوي، چې د دې ۱۵۹ بېلابېلو الوتکو په تر لاسه کولو سره به افغان امنيتي ځواکونه بشپړ پخپلو پښو ودرېږي‎.‎

هغه وايي تر دې وړاندې هم ورته بې پيلوټه الوتکې ور سپارل شوي دي، چې په هلمند او مزار شریف کې ترې کار اخیستل ‏کېږي‎. ‎

وزیري دا هم وايي چې د تېر کال په پرتله افغان ځواکونو خپل عملیات ۵۰ سلنه ډېر کړي دي‎. ‎

په ورته وخت کې ځينو لوېديځو رسنیو وروستیو پېښو ته په اشارې ويلي و، افغان ځواکونه لا هم د دې وړتیا نه لري چې ان ‏خپل ځان وساتي‎. ‎

که څه هم دولت وزیري د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره د امریکا له لوري دا مرسته لوی احسان بولي، خو د ټرمپ د نوې جنګي ‏ستراتېژۍ تر اعلان څو میاشتې وروسته خپلواکو بنسټونو پخپله څېړنه کې یاده کړه، چې د ملکي تلفاتو شمېره ۵۲ سلنه لوړه ‏شوې ده‎. ‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلال خان

داطياري به آنشاالله دمجاهدينولاس ته ورځي بيرته به پردوى استعماليږي ځکه دروسانوطياري هم داشان دمجاهدينولاس ته ورغلي بياددوى دبقاياوولپاره دردسرشوي…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x