
عطامحمد نور: حکومت په لوی لاس ټاکنې ځنډوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په بلخ کې جنجالي واکمن عطامحمد نور وايي، حکومت په لوی لاس پر پالماني ټاکنو سربېره ولسمشریزې ټاکنې هم ځنډوي.
هغه چې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، د حکومت مشران غواړي د ټاکنو په ځنډ سره خپل واک اوږد کړي.
عطامحمد نور د خپلې استعفا په تړاو وویل، زما استعفا د حکومت د دواړو مشرانو په استعفا پورې مشروطه ده.
د هغه په خبره د حکومت درې واړه اجراييه، قضاييه او مقننه قوې ناقانونه خپلې چارې پر مخ وړي.
عطامحمد نور په داسې حال کې د ټاکنو د قصدي ځنډ خبر ورکوي، چې وړمه ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوي مشر هم د ټاکنو د ممکنه ځنډ خبر ور کړ.
ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، د ځينو غړو د ناوخته ټاکل کېدو، د نويو رایه ورکوونکو لپاره د تذکرو وېش او ځينې اداري ستونزې هغه څه دي، چې ښايي ټاکنې په خپل وخت ترسره نه شي.
هغه وويل، رايه ورکوونکي به د کاغذي تذکرې له مخې ثبت شي، خو پر دې سربېره لس ميليونه تذکرې باید هغو خلکو ته ورکړل شي چې نوي د رايې ورکولو عمر ته رسېدلي يا هم کډوال راستانه شوي دي.
عطامحمد نور تر دې وړاندې دا هم ویلي و، چې د ګډ حکومت مشران پر اسلام باور نه لري.
د ارګ او بلخ تر منځ ناندرۍ تر دوو میاشتو واوښته خو لا هم د ارګ له لوري معرفي شوی والي انجینر محمد داود بې برخلیکه ګرځي.