افغانستان

لغمان کې د قوماندان په ګډون پنځه اربکیان وژل شوي

نن ټکی آسیا: د لغمان ولایت چارواکو نن سهار وختې د طالبانو په یوه برید کې د محلي پولیسو یا اربکیانو د یوه سیمه یېز قوماندان په ګډون د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د پېښي پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې دا برید نن سهار وختې شاوخوا څلور نیمې بجې د بسرام په سېمه کې د محلي پولیسو پر پوسته ترسره شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د مجاهد په خبره، د دوی ملګرو نن د مهترلام او الینګار سړک په منځ کې د اربکیانو پر پوسته برید کړی، چې د پوستې قوماندان اکرام په ګډون پنځه اربکیان ووژل.

نوموړی وایي، چې قوماندان په سېمه کې پر یوه ظالم او وحشي قوماندان مشهور و او خلک ترې سخت په تنګ ول.

د مجاهد په خبره له برید څخه وروسته یې په پوسته کې 1 ميل پيکا، 3 کلاشنکوفونه، 2 پېټۍ د پيکا مرمۍ، 3 ډک شاجورونه، 2 لاسي بمونو او ګڼ نور مهمات هم ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x