
په ۱۱۱ مې فرقې د بريد په تړاو اووه امنیتي مسوولين له دندو ګوښه شول
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ارګ سرچينې وايي، په کابل کې په ۱۱۱مې فرقې باندې د بريد په تړاو اووه امنیتي مسئولین له دندو ګوښه شوي دي.
د ولسمشر غني وياند حسين مرتضوي په خپله رسمي ټويټرپاڼه، د دوو جنرالانو په ګډون د اوو لوړپوړو امنيتي مسئولينو د ګوښه کېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي ويلي، ولسمشر له يادې پېښې د څېړنو د راپور تر اورېدو وروسته دغه کسان د وظيفوي غفلت له کبله له دندو ګوښه کړي دي.
د مرتضوي په وينا، دغه امنيتي چارواکي به د نورو پلټنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.
شاوخوا يوه اوونۍ مخکې پنځو وسله والو د کابل پنځمې حوزې مربوط د قرغې په سيمه کې په ۱۱۱ فرقې ډله ييز بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې د يوولس عسکرو د وژل کېدو او شپاړلس نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شول.
د بريد مسئوليت داعش ډلې منلی و.
د يادونې ده، چې له هغې څو ورځې مخکې د کابل په انټرکانټنيټل هوټل طالبانو بريد کړی و، چې په پايله کې يې لسګونه بهرني او افغان چارواکي ووژل شول.
په داسې حال کې، چې د ګډ حکومت امنيتي مسئولينو رسنيو سره د يوې اوونۍ په موده کې د هوټل بريد د وروستيو نتايجو شريکولو ژمنه کړې وه خو لا هم د کانټنيټل هوټل نتايج له رسنيو سره نه دي شريک شوي.