چين وايي امریکا د نړۍ امن ګواښي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): چين وايي، امریکا د نوې اټومي تګلارې په اعلانولو سره د نړۍ امن ته نور هم ګواښ متوجه کړ.

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ پرون په پیکینګ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، امریکا د دې تګلارې په اعلان سره وښوده چې دوی د هستوي وسلو د خلع سلاح کولو کوم نیت نه لري.

امریکا د اتومي تګلارې په دې ۷۴ مخیز سند کې چين یو ګواښوونکی هستوي هېواد بللی دی.

د شوانګ په خبره چين غواړي دا وسلې له منځه یووړل شي یايې هم ممنوعیت اعلان شي، په وينا هیڅکله چین د خپلو هستوي وسلو له امله امریکا ته ګواښ نه دی.

د چين د دفاع وزارت ویاند رن ګوا چیانګ هم وايي امریکا د داسې تبصرو تر سیوري لاندې خپلو نظامي تسلیحاتو ته پراختيا ورکوي.

امريکا د خپلې دفاعي ستراتېژي د اعلان پر مهال هم وویل، چې د «تروریزم» پر ضد د کمپاین برخه وال به هم وي، خو ډېر تمرکز به يې له «سترو ځواکونو» سره په سیالۍ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د