د ایفون ایکس ځیرک مبایل کې یوه بله ستونزه رامنځته شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ایپل کمپنۍ تر ټولو ګران بیه ځیرک مبایل آیفون ایکس کې نوې ستونزه رامنځته شوې، چې له امله یې کمپنۍ خپله اعتراف کولو ته اړ شوه.

دغه ستونزه هغه وخت رامنځته کیږي، کله چې کاروونکي ته پر مبایل تلیفون راشي، نو سمدلاسه مبایل جام شي او نشي کولای تلیفون ته ځواب ووایي، چې له شپږو څخه تر اته ثانیو مبایل همداسې جام وي، او کله کله خو له دې هم زیات وي، چې کاروونکی ونشي کولای په هاغه وخت تلیفون ته ځواب ووایي.

ډیرو کاروونکو د ټولنیزو شبکو او ایپل کمپنۍ ته د ایمیل له لارې خبر ورکړی او خپل شکایتونه یې وړاندې کړي دي، چې وروسته د کمپنۍ لخوا رسمي اعلان وشو او دوی وویل چې دوی به ددې په اړه پلټنه ترسره کوي، خو ویل کیږي چې دغه ستونزه ددوی اوسنۍ نه ده، مخکې هم همدغه ستونزه ښکاره شوې وه چې د کمپنۍ لخوا دغه مبایل ته په نوي اپډیټ (10.2.5) ورکولو سره هم هواره نشوه.

د ایپل کمپنۍ په هر سمارټ فون کې یوه نه یوه ستونزه موندل کیږي، چې ددوی تر ټولو غوره او ګران بیه ځیرک مبایل آیفون ایکس چې تېر ۲۰۱۷م کال وړاندې شوی، له یو شمېر ستونزو سره مخ شوی، ځکه چې څه موده وړاندې په همدې مبایل کې زرغونې کرښې ښکاره شوې وې، چې له امله یې کاروونکي سخت اندیښمن کړي و او همدارنګه ددوی خرڅلاو مارکیټ یې هم زیانمن کړی و.

ددې ستونزو په اړه تر دې دمه معلومه نه ده چې دا به د سافټ ویئر وي که د هارډ ویئر، خو د هارډویئر ستونزې یې تر دې دمه یو شمېر ښکاره شوي، چې څه موده وړاندې دغه مبایل په یخه هوا کې د کار پر وخت جام کېدلو ستونزه هم لرله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د