افغانستان

اوچا: په تېره یوه میاشت کې ۷ زره افغانان بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره«OCHA»  وايي، په تېره میاشت کې اووه زره افغانان بې ځایه شوي دي.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ میاشت کې نږدې ۷ زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

اوچا د یادو افغانانو د بې ځایه کېدو اصلي لاملونه د دولت له لوري پوځي عملیات، وسله والې نښتې، د طالبانو بریدونه او د داعش له لوري خلک په زوره کورونو پرېښودل په ګوته کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې په خبره، دوی ۶۶۹۹ افغانان په خپلو دفترونو کې ثبت کړي او سلګونه له ثبت څخه پاتې شوي دي.

اوچا د داخلي بې ځایه شویو ډېره شمېره په غزني او لوګر کې یاده کړې ده، چې د دولت له لوري د پوځي عملیاتو له وېرې له خپلو سیمو وتلي دي.

د تېرې لیندۍ په میاشت اوچا په خپل راپور کې ویلي وو، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په جګړو کې ۲۱ سلنه ډېروالی راغلی او په روان کال په منځني ډول هره ورځ ۸ نښتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x