افغانستان

زابل: شپږ نېول شوي عسکر وژل شوي

نن ټکی آسیا: د زابل امنيتي چارواکي وايي،هغه شپږ پوليس چې نږدې دوه اونۍ مخکې د طالبانو له خوا په نوبهار ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال نېول شوي وو، پرون وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ویلي، چې دا پولیس د تېښتي پر مهال ووژل شول.

د زابل ولايت مرستيال والي محمدجان رسوليار د غويي پر ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد پوليس له نوبهاره شينکۍ ولسوالۍ ته په لاره وو، چې د وسله والو له خوا تر نښتې وروسته وتښتول شول. رسوليار وايي چې وسله والو طالبانو دغه پوليس پرون ورځ وژلي او د نوبهار ولسوالۍ د لودنيانو په کلي کې يې غورځولي دي. د هغه په وينا، چې د يادو پوليسو د مړو د لېږدولو لپاره يې د سيمې سپيڼ ږيري ور لېږلي وو، خو  طالبانو د جسدونو له ورکولو انکار کړى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې ياد پوليس له دوى سره بنديان وو، خو دوى نه دي وژلي، بلکې د نښتې پر مهال وژل شوي دي. هغه وويل چې پرون د دولت ځواکونو د هغوى د خلاصون په موخه عمليات پيل کړي وو، چې په ترڅ کې يې دغه پوليس ووژل شول.

خو د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي مني چې پرون عمليات شوي، خو ياد پوليس د عملياتو پر مهال نه دي وژل شوي.

د یادونې وړ ده ، چې طالبانو د خپلو نظامي نویو عملیاتو له پیل راهیسې په بېلابېلو سېمو کې پر خونړیو بریدونه سربېره ګڼ شمېر عسکر ژوندي هم نېولي دي.

همدارنګه په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي وايي، چې پرون د طالبانو په لاس د دغه ولایت د یمګان ولسوالۍ له نېولو وروسته اوس هم په سېمه کې ۶۰ تنه سیمه یېز پولیس یا اربکیان د طالبانو تر محاصرې او ولکې لاندې سېمه کې بند پاته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x