fbpx
abu lahab

ابو لهب کولای شول چې (اسلام) د سترګو په رپ کې له مینځه یوسي

ابو لهب کولای شول چې د خپل وراره (محمد صلی الله علیه وسلم) دین (اسلام) د سترګو په رپ کې له مینځه یوسي.

(سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ)

ژر دې چې داسې اور ته به داخل شي چې لمبې یې پورته کیږي.

دا سورت د ابولهب له مرګ نه ۱۰ کاله مخکې نازل شوی او په قاطع توګه په کې د نوموړي برخلیک ښودل شوی چې جهنم ته به ځي او هیڅکله به اسلام رانه وړي.

کاناډايي ریاضي پوه (ګاري میلر) وايي چې ابو لهب کولای شول په یوه لحظه کې د اسلام دین دړې وړې کړي، هغه کولای شول د خلکو په وړاندې فقط همدومره ووايي:

“محمد وايي چې زه به هیڅکله اسلام قبول نه کړم او جهنم ته به ځم، خو دا دی زه ستاسې په مخ کې اعلان کوم چې ما اسلام قبول کړ او مسلمان شوم، اوس تاسو ووایئ چې ایا محمد د الله جل جلاله ریښتینی پیغمبر دی او که د پیغمبرۍ په دعوه کې دروغژن دی؟”

خو ابو لهب له اسلام سره د همغومره دښمنۍ باوجود دا خبره ونه کړی شوه، حتی د خلکو د غولولو لپاره یې لا په ظاهري ډول هم اسلام ونه مانه.
ابو لهب ۱۰ کاله وخت درلود او کولای یې شول چې په یوه دقیقه کې اسلام پوپنا کړي، خو څرنګه چې قرآن د محمد (ص) کتاب نه، بلکې د الله جل جلاله کلام دی او الله جل جلاله په غیبو عالم دی نو ځکه پوهیده چې ابو لهب به هیڅکله مسلمان نه شي.

له دغه خطرناک چلینج څخه دا په ثبوت رسیږي چې: قرآن کریم د الله جل جلاله لخوا رښتینی نازل شوی کتاب دی.

ګاري میلر په ۱۹۷۷ کال کې د اسلام مبارک دین قبول کړ.

عزیز مومند – فیسبوک څخه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د