ګډ حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په مرسته را منځته شو

ډیموکراسي لکه چې، تمت بالخیر

زخمي افغان

په افغانستان کې د امریکایانو د پراشوټي دموکراسۍ نتیجه هم داسې راووته لکه د کمونیستانو د سره انقلاب، که د هغوی د کور، کالي ، ډودۍ شعارونه خلکو ته، په ګور، کفن او غمونو واوښتل. نو ډموکراسۍ موږ ته هغه کانې راوکړې چې پخوانۍ ناخوالې یې له اولس هیرې کړې. په داسې حال کې چې امریکایانو خلکو ته د پرمختللي، دموکراتیک او په ځان بسیا افغانستان وعدې ورکولې، له شپاړس کاله دموکراتیک نظام وروسته مو د هیواد په ښارونو کې د سوالګرو کتارونه ګرځي. په لکونو جریبه ځمکې غصب شوې،  بازار او مارکیټ مو حتی په پټاټو اوپاپړو کې هم د پاکستاني وارداتو محتاج دی او غنم له هنده په چابهار راتاویږي، تر څو یې هغه اولس وخوري چې اتیا فیصده خلک یې په زراعت بوخت دي.

خو د ډیموکراسۍ له ټولو ناخوالو سره سره د دې بدمرغې بلا پلویانو به تل همدا ویل چې که نور هیڅ کار او انکشاف نه دی شوی داهم لویه خبره ده چې ډیموکراسي لرو، د بیان ازادي لرو، ټاکنې لرې، د رایې حق لرو ، پارلمان لرو او داسې نور د ډیموکراسۍ تش په نوم مظاهر چې نه خو اولس ته ډوډۍ ورکوي او نه هم کومه بله مادي، معنوي ګټه لري.

اما په دې وروستیوکې داسې ګنګوسې اورو لکه نور چې دغه تش په نوم ډیموکراسي هم زوال ته نږدې شوي وي. دا څو ورځې پیوسته همدا خبره خوله په خوله کیږي چې امریکایان د راتلونکې لپاره د ډیموکراسۍ د دوام او ټاکنو اراده نلري. بلکې پلان یې دی چې موجوده حکومت تمدید کړي.

لومړی خو د انتخاباتو کمیسیون له پرلپسې کاري ځنډ او خنډ، دغه راز د برقي تذکرو د پروسې له قصدي تاخیر څخه دا شکونه راپیدا شول لکه د چارو اصلي واکداران چې په لوی لاس دغه پروسې تخریبوي، تر څو یې ډب راتلونکو ټاکنو ته ورووځي. بله دا چې د انتخاباتو دکمیسیون مشر ګلا جان بر وزن ګلمرجان په ښکاره وویل چې امکان لري راتلونکې ټاکنې وځنډیږي.

آبله ورځ عطا محمد نور هم وویل چې ټاکنې ماکنې نشته، له دې وروسته به زور بالای زور حکومت کوي. نن بیا په کابل کې یوې ورځپاڼې د امریکایانو د هغه پلان له جزئیاتو پرده پورته کړې ، چې نیت لري د ټاکنو په ځای موجوده حکومت تمدید کړي او په دې ډول د خپلو اوږد مهالو پلانونو تطبیق ته دوام ورکړي.

نوې رالوڅې شوې خبرې څرګندوي چې امریکایان به لومړی د مطرحو سیاسي اشخاص اعتماد خپلوي او د پیسو په ورکړه سره به یې وفاداري رانیسي، بیا به له همدغو ډالرخوړلیو نه قیادي شورا جوړوي او بیا به د هماغې شورا په تکیه د حکومت د کاري مودې تمدید، د ټاکنو  لغو کول او نورې کومې لوبې یې چې زړه غواړي سرته رسوي.

که د امریکایانو دا پلان عملي شي نو دا به د ډیموکراسۍ د پای ته رسیدو په معنی وي، چې په پایله کې به یې د پارلمان او انتخاباتو د لغو کیدو تر څنګ اساسي قانون هم د کاغذ پاڼه وګرځي او د تیرو اوولسو کلونو سیاسي ثمره او شیرازه به د تاریخ په ډيران وسپارل شي.

د ډیموکراسۍ په مرګ سره به افغان اولس ته کوم ښکاره زیان ونه رسیږي، البته د امریکایي ډیموکراسۍ هغه مدعیان او مبلغین چې دا څو کاله یې له دغې غربې بلا څخه زموږ اولس ته مقدسه پدیده سازه کړې وه، داچې اوس امریکایان خپله په ډیموکراسۍ د بطلان کرښه تیروي نو دوی به په میدان داسې پاته شي لکه د کمونیزم له ناچله کیدو وروسته چې خلقیان او پرچمیان یتیمان شول. خلقیانو او پرچمیانو خو وروسته په غربي امپریالیزم ایمان راووړ ، معلومه نه ده چې د موکراسیان به کومه خوا تښتي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د