افغانستان

دفاع وزارت: سرحدي ځواکونه کولی شي د مرکزي حکومت له اجازې پرته د پاکستان ځواب ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، سرحدي ځواکونه کولی شي چې له هدایت پرته د پاکستانیو عسکرو د بریدونو ځواب ورکړي.

د جنرال دولت وزیري په خبره، سرحدي ځواکونو ته امر شوی چې هغه ځایونه په نښه کړي، له کومو ځایونو چې پر کونړ د توغندیو بریدونه کېږي.

دی وايي، اوسمهال پر پاکستان نړیوال فشارونه ډېر شوي او په دغه ډول کړنو سره غواړي د نړیوالو پام بل لوري ته واړوي.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، پاکستانیو ځواکونو په وقفه يي ډول د کونړ پر بېلابېلو ولسوالیو توغندیز بریدونه کوي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې یوازې پر دانګام ولسوالۍ ۱۸۰ توغندي ویشتي دي.

د پاکستان له لوري په تازه توغول شویو توغندیو کې تراوسه څلور تنه ټپیان شوي؛ خو له دې وړاندې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې ولسوالیو سلګونه اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

پر کونړ د پاکستانیو ځواکونو له لوري د توغندیو بریدونه مخکېني ولسمشر حامد کرزي، اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو چارواکو یوازې غندلي دي.

پر کونړ د پاکستان له لوري د توغندیو بریدونه داسې مهال کېږي، چې په تېرو څو ورځو کې افغان لوړ پوړي چارواکي پاکستان ته ولاړل او پاکستاني چارواکي افغانستان ته راغلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x