افغانستان

خوست کې سږکال ۵۰۰ زره نیالګي کېنول کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې هوا ګرمه ده او د کب د میاشتې مخکې یې د نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل کړې ده.

د کرنې رییس سمیع الله نصرت په په خبره، د سږکال لپاره یې ۵۰۰ زره نیالګي په خصوصي او دولتي فارمونو کې روزلي، چې د ښاروالۍ د پلان سره سم به د دغه ولایت په بېلابېلو ځایونو کې کېنول شي.

د نصرت په خبره، ۵۰۰ زره نیالګي به د خوست په دولتي باغونو، حکومتي ادارو، پوهنتونونو، ښوونځیو، دیني مدرسو، پارکونو او په نورو عامه ځایونو کې کېنول شي.

په روان ژمي کې د هېواد د نورو ولایتونو سربېره په خوست کې هم واوره او اورښتونه کم وورېدل، چې سږنی ژمی د نورو په پرتله ډېر سوړ نه و.

له دې وړاندې هم په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هر کال د پسرلي د رارسېدو مخکې زرګونه نیالګي کېنول کېږي؛ خو د نه پاملرنې له امله ډېری یې ضایع کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x