افغانستان

مجاهد: د ملامحمد عمر مجاهد د کورنی هېڅ غړي ته د نظامي کمیسیون ریاست نه دی سپارل شوی

نن ټکی آسیا: طالبانو هغه راپور رد کړی، چې ګواکې د طالبانو په تشکيلاتو کې د نظامي کمېسیون مشري د ملا محمد عمر مجاهد د کورنۍ کوم غړي ته سپارل شوی دی. مجاهد دا ډول راپورونه د دوی پر خلاف د دښمن د استخباراتي شبکو له خوا جوړې شوې بې اساسه اوازې ګڼلې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد،  رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې څرګنده کړې: « د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې چې چاته کوم مسؤلیت سپارل کیږي یا د مسؤلینو تقرر او تبدیلي راځي، د هغه جریان پټ نه وي بلکي په هماغه شیبه اعلانیږي».

ښاغلي مجاهد  زیاته کړې ده، چې د دوی په تشکیلاتو کې د تبدیلیو راپورونه یوازې د دوی د رسمي ویندویانو او یا هم د رسمي ویب سایټ څخه ترلاسه کړي. ذبیح الله مجاهد له رسنیو غوښتي چې د دغه ډول اوازو په اړه د دوی نظر هم وپوښتي: « موږ یو ځل بیا له ټولو رسنیو او شخصیتونو نه په دي اړه کلکه غوښتنه کوو، چي په دا ډول بي سنده خبرو دي خپل حیثیت او اعتبار ته نور زیان نه اړوي او که دا ډول کومه اوازه اوري نو د ژورنالیزم د اصولو له مخي دا زموږ حق دی چي نظرمو واخستل شي».

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر، ملا عبدالقیوم ذاکر له استعفا وروسته ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړي وو، چې د ښاغلي ذاکر ځایناستی د ملا محمد عمر مجاهد ورور ټاکل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x