جوزجانۍ مېرمنې: دولتي ادارو کې د مقررۍ پر وخت نامشروع غوښتنې ترې کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): جوزجان کې دولتي مامورينې او دولت کې مقررېدونکې مېرمنې وايي، له ګڼو ‏جنسي ځورونو سره مخ دي‎. ‎

سلام وطنداره، د جوزجان د اوسېدونکې فوزيې له خولې وايي، چې دولتي دندو کې د مقررۍ پر وخت پر پیسو سربېره ترې نا ‏مشروع غوښتنې کېږي‎. ‎

هغه وايي، دلته دا یو ذهنیت دی چې له ښځينه همکارې باید د جنسي اړیکي غوښتنه وشي‎. ‎

د جوزجان یوې بلې اوسېدونکې شریفې سرچينې ته ويلي، څو ځلې يې ځينو ادارو ته د کار لپاره سر ور ښکاره کړی، خو د دندې په بدل ‏کې ترې پرلپسې نا مشروع غوښتنې شوې دي‎. ‎

په جوزجان کې د بشري حقونو ساحوي دفتر مشر مغفرت صميمي هم منلې چې د دې ولایت په دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکي له جنسي ‏ځورونو سره مخ دي‎. ‎

د جوزجان والي لطف الله عزیزي وايي، که د ښځينه همکارانو د جنسي ځورونې اسناد پیدا کړل شي، له عاملینو سره به يې ‏قانونی چلند وشي‎. ‎

تر دې وړاندې هم په ادارو کې د ښځينه همکارانو د جنسي ځورونې شکایتونه رسنیز شوي دي، خو په اړه يې کوم جدی ګام نه ‏دی اخیستل شوی‎.‎

یاده دې وي د ښځو لپاره د ولسمشر غني مېرمن هم د «پروموټ» په نوم پروژه پر مخ وړي، چې د جذب لپاره يې د کارکوونکې ‏عمر د اتلس او دېرشو کلونو تر منځ ټاکلی‎.‎

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر صلاح الدین خروټی
میلمه

ددوستم نسل ده زکه ڼول دهغه تقلید کوی