په ملحدینو رد او ورسره بحث کولو لپاره اته مهم ټکي

لیکنه: مفتي نورالله عزام
(۶- ۲-۲۰۱۸)

الحمد لله الذی خلق الانسان و فضّله بالعقل والعلم وانعمه بالانبیاء والمرسلین والصلواة والسلام علی اشرف الرسل محمد رحمة للعالمین و علی اله وصحبه اجمعین…

أما بعد!
هغه مسلمانان وروڼه چې غواړي ملحدینو سره بحث وکړي او یا د هغوی له عقېدې ځان خبر او رد ورباندې وکړي پر هغو لومړی دا فرض دي چې خپله عقیده او د ایمان ارکان زده کړي او په هغو نقلي دلائلو ځان پوه کړي چې په قران او حدیثو کې راغلي او دغه راز باید کافي نقلي دلائل هم زده کړي ترڅو په ملحدینو په داسې ډول رد وکړي چې دین ته را واوړي او یا هم پړ کړل شي او دا ډېر مهم کار او ستر مسؤلیت دی.
د اسلام عقائد پر وهمیاتو نه دې ولاړ بلکې هغه معقولي او ګټوري لارښووني دي چې سالم عقل یې مني او تقاضا یې کوي، عقل د شریعت شاهد دی او شریعت د الله هغه لارښووني دي چې د انسان د دین او دنیا ګټي پکې نغښتي دي.

وروڼو! کله چې له کوم ملحد سره بحث کوئ او غواړی دا ثابته کړئ چې ټول موجودات او کائنات خالق لري او هغه یوازې الله تعالی دی، هغه موجود دی او له مخلوقاتو سره هیڅ ډول تشبیه نه لري نو تاسو باید دا هرڅه په عقلي دلائلو ثابت کړئ ځکه چې ملحد په قران او د رسول الله په نبوت ایمان نه لري نو د دې لپاره چې د دې موضوع په اساساتو ځان پوه کړئ دا اته مهم او ضروري ټکي زده کړئ.

(مخکې تر دې چې د لیکنې مغز ته لاړ شئ دا یو څو اصطلاحات زده کړئ ترڅو د موضوع په محتوا او مفهوم ښه پوه شئ:
حادث: هغه شی چې لومړی موجود نه وي وروسته منځ ته راغلی وي یعنی ابتدا ولري.
قدیم : هغه شی چې له پیل څخه ازلي او ابدی موجود وی یعنی ابتدا نه لري.
محدِث: د یو شی پیدا کوونکی.)

اته مهم ټکي په لاندې ډول دي:

1- د انسان د معرفت لارې پېژندل
2- دا ثابتول چې ټول عالم مخلوق دی یعني ابتدا لري.
3- په عقل سره د الله وجود ثابتول
4- دا ثابتول چې الله د کائناتو خالق دی او هغه د مخلوقاتو سره هيڅ ډول تشبیه نه لري.
5- د محمد صلی الله علیه وسلم وجود ثابتول
6- د محمد صلی الله علیه وسلم نبوت ثابتول
7- دا ثابتول چې د محمد صلی الله علیه وسلم ټولي خبري رښتیا دي او د الله له خوا ورته ویل شوي.
8- قران کريم د الله له خوا نازل شوی کتاب ثابتول.

1- د انسان د معرفت لاري پېژندل:

د انسان د معرفت درې لارې دي:
أ- سالم حواس : او دا پنځه دي: اورېدل، ليدل، بوی کول، ذائقه او لمس کول.
که څوک درته ووایي دا سپین تباشر دي نو موږ به یې څنګه پېژنو چې دا سپین دی؟
د ليدلو له لارې او دا له حواسو څخه ده.

ب- سالم عقل : عقل په انسان کې هغه جوهر دی چې ښه او بد پرې پېژندلای او سره جلا کولای شي.
او د عقل څښتنان دري دي: ملائکي، انسانان او پېریان.
او حیوانات عقل نه لري.

کوم علم چې په عقل سره حاصل شي هغه به یا بدیهی یعنی ضروري وي او یا به کسبي وي.
ضروری هغه علم دی چې له نظر او استدلال څخه نه شي پټېدلای لکه د یو شي علم چې په پنځو حواسو حاصل شي او یا لکه دا چې کل له خپل جز څخه لوی وي.
او کسبي علم بیا په نظر او استدلال باندې موقوف وي لکه دا علم چې کائنات حادث یعني مخلوق دی.

که څوک درته ووایی چې مالګه تروشه ده… نو موږ به یې څنګه پېژنو!
د ذائقې له لارې…
که څوک درته ووایی د دې ګړۍ په داخل کې یو فیل دی چې طول یې (4) متره او عرض یې (3) متره دی، نو ته به یې ومنې؟ ایا ته به ورته وایه چې: ته راوړه دا ګړۍ خلاصه کړو چې رښتیا هم فیل پکې شته…
ته به یې څنګه پېژنې چې دا خبره ناسمه ده؟
د عقل له لارې.

او د عقل پرېکړه درې ډوله ده:
عقلی لازم، عقلي محال او عقلي جائز

عقلي لازم: دا هغه شی دی چې عقل یې د عدم وجود (نیشتوالي) تصور نه کوي او هغه الله او د هغه صفات دي.

عقلي محال: دا هغه شی دی چې سالم عقل یې محال بولي او د هغه د وجود تصور نه کوي. لکه الله سره شریک نیول.

عقلي جائز : دا هغه شی دی چې عقل یې کله د وجود تصور کوي او کله د عدم. لکه بشر یعني انسان.

ج- متواتر خبر : دا هغه خبر دی چې یو لوی ټولي خلکو له بل لوی ټولي څخه رانقل کړی وي او دا ټولی داسې خلک وي چې پر دروغو د دوی راټولېدل محال وی اوعرف او عادت پر یوه خبره د دوی ټولېدل حقیقی او واقعي بولی بلکې د دوی د خبري توافق له واقعیت سره عقلا او عرفا حتمي ګڼل کېږی نو که یو خبر په لومړي، متوسط او وروستي عصر کې په همدې ډول رانقل شی پر هغه باور کېږي او علم الیقین ترې افاده کېږي او که یو خبر په لومړي عصر کې متواتر نه وی وروسته بیا د تواتر مرتبې ته ورسېږي نو دا بیا علم الیقین نه افاده کوي او نه پرې پوره باور کيږي لکه نصرانیان چې د عیسی علیه السلام د قتل او بیا اعدام خبر رانقل کوي ځکه چې د نصرانیانو په لومړي عصر خلکو کې دا پېښه متواتر خبر نه و وروسته تواتر ته ورسېد، د وروستنیو خلکو کثرت ته نه کتل کېږي نو دېته متواتر خبر نشو ویلای او نه هم علم الیقین افاده کوي.

متواتر خبر د ضروري علم موجب دی یعني په دې سره چې کوم شی ثابت شي هغه ضروري او یقینی وي لکه د پخوانيو پاچایانو وجود او هغه ښارونه چې وجود یې په تواتر سره ثابت دی خو اوس له منځه تللي دي…
که یو شخص له متواتر خبر څخه انکار کوي د ده مثال داسې دی لکه یو سړی چې وايي دی خپلې مور نه دی زېږولی ځکه چې ده خپل مور نه ده لېدلې چې دی یې زېږاوه..

او اشاعت، نقل یا افواه هغه خبر ته ویل کیږی چې ډېرو خلکو له لږو خلکو څخه رانقل کړی وي تر دې چې بالاخره درې یا دوه تنو دروغجنو ته رسېدلی وي.

2- دا ثابتول چې ټول کائنات مخلوق دی یعنی ابتدا لري.

کله چې موږ وایو چې یو شی حادث یا مخلوق دی معنی یې دا ده چې دا شی اول موجود نه و وروسته منځ ته راغلی، د موجوداتو د وروسته منځ ته راتلو دلیل دادی چې:
دا کائنات ټول له دوو شیانو جوړ شوي: جوهر او عرض، جوهر هغه جسم دی چې په خپل ذات قائمېږي لکه دېوال… او عرض هغه شی دی چې خپله نشې قائمېدلای بلکې په بل شي پورې تړلی وي لکه رنګ، حرکات او سکنات…

جسم له حرکت او سکون یعني له شته او نېشت څخه خالي نه وي او دا دواړه حادث دي ځکه چې د یوه په منځ ته راتلو سره بل له منځه ځي چې یو شته شي هغه بل نېشت شي نو هر هغه شی چې له دې دواړو څخه خالی نه وي هغه حادث وي نو اجسام هم حادث دي.

او په دې دلیل کې درې قضیې درته راوړم:

لومړۍ : ټول اجسام له حرکت او سکون څخه خالي نه دي، او دا یوه ښکاره او بدیهي خبره ده چې هرڅوک یې ادراک کولای شي سوچ او فکر ته اړتیا نه لري… او که څوک وایی چې جسم نه متحرک دی او نه ساکن دا نو له ښکاره او بدیهی واقعیت څخه انکار دی.
دویمه قضیه: موږ وایو چې سکون او حرکت دواړه حادث دي له دې څخه دا معلومېږي چې دواړه په یو بل پسې دي.. او دا کار په ټولو اجسامو کې مشاهده کېږي نو عقل د دې تقاضا کوي چې هر ساکن به متحرک هم وي لکه اسمان او هر متحرک به ساکن هم وي لکه ستوري نو په دواړو کې چې هر یو موجود شی هغه حادث دی ځکه چې له عدم څخه وجود ته راغی او چې عدم شی هغه هم حادث دی ځکه چې له وجود څخه عدم ته راغی.

درېمه قضیه : موږ وویل هر شی چې له حادثه خالي نه وي هغه حادث دی ځکه که داسې نه شي نو بیا به مطلب دا شي چې د هر حادث څخه مخکې حوادث شته او حوادث هیڅ اول نه لری… چې دا له سالم عقل څخه خلاف خبره ده د دې ښه مثال داسې دی لکه یو سړی چې ووایی زه به پلاني سړي ته په پلانۍ ورځ پیسې نه ورکوم ترڅو یې چې تر دې ورځې مخکې ور نه کړم او تر دې ورځي مخکي پیسې نه ورکوم ترڅو مې چې تر هغې مخکې نه وي ورکړي او همداسې د پيسو ورکړه په یو بل پسې معلقه کړې تر انتهاء پورې چې هیڅ سر یې معلوم نه شي نو په دې صورت کې معلومه شوه چې په پلانۍ ورځ پیسې ورکول محال شوې ځکه چې دا په محال پورې موقوف شوې په داسې شي پورې چې هغه انتها نه لري…نو دا مثال د هغو خلکو په رد کې کافي او شافي دی چې وایی داسې حوادث شته چې هيڅ اول نه لري.

نو خلاصه دا شوه چې د حرکت او سکون په حدوث سره د اجسامو حدوث ثابت شو ځکه هر شی چې په حادث شي رامنځ ته کېږي هغه خپله حادث دی نو کائنات چې له حوادثو څخه رامنځ ته شوي پخپله هم حادث دي.

3- په عقل سره د الله تعالی وجود ثابتول :

هغه خلک چې د الله د وجود څخه انکار کوي او د خپلو عقېدو لپاره ځان ته دلائل لټوي دوی په څو ډوله دي:

أ‌) ځیني یې وایی طبیعت کائنات پيدا کړی دي.
ب‌) ځیني یې وايی کائنات په خپله پېدا شوي دي.
ج) ځیني یې وایی کائنات په تصادفي توګه د (big bang theory) له لارې پیدا شوي دي.

په دې کې شک نشته چې د کائناتو وجود د الله د وجود دلیل دی ؛ځکه عقل دا نه مني چې یو فعل دې پرته له فاعله موجود شي لکه ضرب چې له ضارب پرته نه شي موجودېدلی، او د کتابت وجود پرته له کاتبه نشې کېدای او نه هم عمارت له معمار پرته جوړېدای شي نو عقل یې نه مني چې دا بې سر او پایانه کائنات به پرته له خالقه منځ ته راغلي وي… او په دې ماشوم هم پوهېږي چې کله ته هغه ته پرمخ څاپېړه ورکړې چې هغه تا نه ویني او بیا ورته وایه چې د دې څاپېړې فاعل نشته هغه به هيڅکله ستا په دې خبره باور ونه کړي.
د يو څو فیلسوفانو پرته د نړۍ ټول پخواني او اوسني ادیان دا عقیده لري چې کائنات خالق لري.

د لومړۍ نظریې ځواب: دا خبره له عقل سره هيڅ سمون نه خوري چې طبیعت دې خالق او یا فاعل وي ځکه طبیعت پخپله اراده نه لري او نه هم اختیار لري نو څنګه کولای شي بل شی پيدا کړي او څنګه کیدلای شي چې یو معدوم موجود شی پیدا کړي؟
که ملحدین وایی چې طبیعت ازلي او قدیم دی زموږ ځواب دا دی چې ازلي صفت داسې شي ته ثابتېدلی شي چې هغه موجود وی او ژوند، پوهه، اراده او قدرت ولري او طبیعت دا یو هم نه لري.

که دوی وایی چې طبیعت حادث دی، موږ وایو حادث خو محدث ته محتاج دی، نو طبیعت په وجود کې داسې ازلي محدث ته محتاج دی چې هغه اراده، قدرت او اختیار ولري او که داسې نه شي بیا نو دا محدث د خپل وجود لپاره بل محدث ته محتاج دی او د هغه محدث بیا خپل محدث ته محتاج دی… د دې معنی به دا وي چې حوادث موجود دي او دوی هيڅ اول نه لري او دا عقیده مخکې موږ په واضحو دلائلو باطله کړه.

او بله دا چې طبیعت د کائناتو یو جز دی وروسته به په عقلي دلائلو واضحه شي چې کائنات پخپله نه دي پیدا شوي نو بیا خو دا خبره بېخي محاله ده چې د کائناتو یو جز دې ټول کائنات پیدا کړي.

د دویمې نظریې ځواب: دغه راز دا خبره هم له عقل سره سمون نه خوري چې یو شی به د خپل ځان خالق وي ځکه په دې کې د نقیضینو اجتماع راځي.. مثلا ته وایه چې زید خپل ځان پیدا کړ په یو اعتبار دې زید د خپل ځان له پیدائښت څخه مخکې کړ او په بل اعتبار دې وروسته کړ.
– د خالقيت په اعتبار سره دې مخکې کړ.
– او د مخلوقیت په اعتبار دې وروسته کړ او دا عقل نه مني.
دغه راز دا هم عقل نه مني چې یو شی خپل مثل یعنی د ځان په څېر شی پیدا کړي ځکه چې په دوو یو ډول شیانو کې نشې کېدلای چې یو شی بل ته ورته شی پيدا کړي، پلار او زوی نشي کولای دواړه یو بل پیدا کړي ځکه چې دواړه معدوم وو او بیا موجود شول لومړی یو موجود شو او بیا بل.

نو که څوک ښه فکر وکړي او سالم عقل په کار واچوي پوهه به شي چې دا کائنات د عدم څخه وجود ته راغلي او کوم شی چې له عدم څخه وجود ته راغلی وي هغه حتما مکون يعنی له عدم څخه وجود ته راوړونکی لري چې هغه خالق دی، داسې خالق چې ژوند لري، پوهه، کامل قدرت او اراده لري ځکه که يو څوک په دې صفتونو موصوف نه وي نو هغه به د دې ضد صفتونه لري او اضداد یې نیمګړتیا وې او افتونه دي چې د یو کار په سهي توګه کولو هم مخه نیسي.

د دریمې نظریې ځواب: او دا نظریه هم سهي نه ده چې کائنات تصادفي منځ ته راغلي دي ځکه عقل د هغه شي وجود محال بولي چې پرته له فاعل څخه خپله رامنځ ته شوی وي او دا داسې کیږي لکه د مرجح پرته د یو شي د وجود ترجیح په عدم باندې ورکول. او دا ځکه چې د ممکن وجود او عدم دواړه عقلا مساوي دي په دوی کې به یو پر بل ته ترجیح نه ور کول کیږي مګر مرجح به یې ورکوي او دا مرجح به حتما یو ذات وي.

د څلورمې نظریې ځواب: او د ( Big Bang) یا سترې چاودني نظریه بیخی له عقل څخه بهر او فاسده نظریه ده، د دې نظریې پلویان وایی چې کائنات ټول له یوې پیل شوې مادې څخه رامنځ ته شوي، دوی وایي لومړی یوه ستره چاودنه شوې او بیا د چاودني لومړي اجزاء د الیکترونات او پروټوناټو په بڼه رامنځ ته شوي بیا تر دې وروسته هایدروجین او هلیوم ګاز ورڅخه جوړ شوي.

د دوی په خیال کائنات د همدې دوه ډوله ګازونو مجموعه وه، بیا به دغه ګازونه د لوګي په څېر سره ټولېدل او د جاذبه قوت په مټ به نغښتل کېدل چې بالاخره له دې څخه ستورې، سیارې، زمکه او زموږ شمسي نظام رامنځ ته شول!!!

دا یوازې یوه تخمیني او خیالي نظریه ده چې له سالم عقل سره هيڅ سر نه خوري.
کیمیاپوهان، فیزیکپوهان، ځمکپوهان او دېته ورته نورو علومو ماهرین علم په دوه ډوله ویشي:
– علمي حقائق: هغه معلومات چې هیڅ شک پکې نشته.
– نظریات: د دوی په نېز د نظري تعریف داسې دی چې دا د قوانینو یوه مجموعه ده او قانون بیا د فرضیاتو مجموعه ده او فرضي یو اټکل او نا باوره شی دی.

په دې نظریه باندې موږ داسې رد کوو چې:
1- ستوري له کومي خوا راغلل ؟
2- غبار او بخارات له کوم ځایه را پېدا شول؟
3- په فیزیک علم کې وايي چې کله دوه واړه جسمونه (particules ) سره یو ځای شي او د دوی ترمنځ ازدحام (repulsion) راشي نو دوی تر یوې ټاکلې مسافې زیات نشې نږدې کېدلی او چاودنه هم نه کوي؛ نو څنګه کېدلای شي چې تر دې هم زیات نږدې شي چې بالاخره د ډېر ازدحام له امله چاودنه رامنځ ته شي!؟
4- که موږ مثلا له ګازو ډک یو بالون راوړو او هغه چاودنه وکړي نو بیا به ګازات څه کوي؟ ایا دوی به په یو معین ځای کې سره را ټوليږي؟ نه بلکې دوی به خپرېږي.
5- د بخاراتو او ګاز څخه چې یو شی را وځي باید طبیعت یې یو بل ته ورته وي خو ځمکه له نورو سیارو سره هیڅ ورته والی نه لري.
او دغه نظریه د الله تعالی له دې قول سره ټکر لري چې فرمایی: ” قل أئنكم لتكفرون بالذي خلق الارض في يومين “.
ورته وایه ایا تاسو په هغه ذات کافران کېږئ چې زمکه یې په دوه ورځو کې پيدا کړې.
او بیا نور نظریات د همدې نظریې پر بنسټ رامنځ ته شوي دي لکه د ودې او ارتقاء نظریه، د انسټاین نظریه او داسې نور… چې دا نظریه باطله شوه نو معلومه شوه چې د دې پر بنسټ راټوکېدلي نور نظریات هم باطل دي.
4- دا ثابتول چې الله تعالی د کائناتو خالق دی او هغه مخلوق سره هیڅ ډول تشبیه نه لري.

بې شکه الله تعالی واحد دی او په خدایي کې هیڅ شریک نه لري ځکه که د کائناتو دوه خدایان وایی بیا لازمه وه چې هر یو به ژوندی و، او په هرڅه پوه، قادر خود مختار او د کاملې ارادې څښتن به و او دوه خود مختاره خدایان حتما په خپلو اختیاراتو کې اختلاف کوي ځکه په دوی کې به هر یو د بل د موافقې منلو مجبور نه وي. نو که یوه غوښتلی په یو شي کې د بل د مراد خلاف کار وکړي نو حتما به د یوه مراد پوره کيده او د بل د ارادې خلاف کار به کېده نو چې د کوم یوه د ارادې خلاف کار کېده مطلب یې دا و چې هغه په خپل مراد کې عاجز دی او عاجز هیڅکله خدای نشې کېدلی او نه هم قدیم کېدلای شي او همدا خبره له دې ایت څخه اخیستل شوې چې فرمایی: {لو كان فيهما آلهة ٌ الا الله لفسدتا} .
لازمه ده چې الله به قدیم او ازلي وي ځکه که الله قدیم ذات نشي نو بیا دا ثاتيږي چې هغه محدث ته محتاج دی او بیا د هغه محدث خپل محدث ته… چې په دې سره دور او تسلسل راځي او دا دواړه محال دي.
او چې الله تعالی لره وجوب القدم ثابت شو نو عقل د دې تقاضا کوي چې دی به د تل لپاره باقي وي ځکه که عدم ورته ممکن شي نو بیا قدیم نشې کېدلای.

5- د محمد صلی الله علیه وسلم د وجود اثبات:

د محمد صلی الله علیه وسلم د وجود اثبات په خبر متواتر سره شوی دی چې د انسان د معرفت یوه لاره ده.
6- د محمد صلی الله علیه وسلم پيغمبري ثابتول :

الله تعالی خپلو بندګانو ته پيغمبران رالېږي او دا پر دوی د الله رحمت او فضل دي ځکه چې یوازې عقل د انسان لپاره کافي نه دی او نه یې ټولي ګټې پوره کولای شي، عقل هغه څه نه پېژني چې په هغو کې د انسان د اخرت ګټه وي، د نبیانو په رالېږلو کې د انسانانو ضروري مصلحتونه دي چې د دوی اړتیاوي پوره کولی شي نو ځکه الله پر خپلو بندګانو د عقل ترڅنګ د نبیانو رالېږلو لورېينه هم کړې ده. نبي په معجزو سره پېژندل کېږي او معجزه داسې خارق العاده کار ته وایی چې د دعوې سره موافق او داسې کار وي چې بل څوک یې له کولو عاجز وي او د هغه چا په لاس ښکاره کېږي چې نبوت ورته په برخه شوی وي او کوم کار چې خارق العاده نه وي او تر سره کېږي هغه معجزه نشې کېدلی.

د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت دعوه رښتينې ده چې د خپلې زمانې خلک د دې ګواهان دي او نورو خلکو ته بیا په لفظي او معنوي تواتر سره دا خبره را رسېدلې ده او بیا د هغه معجزې په دوه ډوله دي:

لومړۍ: هغه معجزه چې تل به باقي وي چې د خپلې زمانې خلک یې هم ویني او وروسته راتلونکي خلک به یې هم ویني او دا قران کریم دی چې د څوارلس پېړیو په تېرېدو محفوظ ساتل شوی دی او دا دی موږ او تاسو یې په خپلو سترګو وینو.
قران په عربي ژبه نازل شوی دی او د رسول الله هغه معجزه ده چې ټول عرب یې وننګول، سره له دې چې دوی په فصاحت او بلاغت کې ممتاز مقام درلود خو د قران په شان یو ایت یې هم را نه وړلی شو.

دا خبره په تواتر سره ثابته ده چې د عربو فصیحان او بلیغان چې په قوة فصاحت کې یې نوم درلود او د قران د مقابلې لپاره یې ښه فرصت او ټول امکانات لرل بیا هم قران ته عاجزه شول.
د غه راز په قران کې د لومړنیو خلکو خبري دې سره له دې چې نبي علیه السلام امي و او له هيڅ ډول کتابونو سره یې تعلق نه درلود او نه یې لیک لوست کولی شو او نه هم هغه مهال د مکې په وچه او غرېزه سېمه کې کومه فلسفه او یا کوم علم وجود درلود خو نړۍ ته یې داسې کتاب وړاندې کړ چې په هغه کې د ماضي، حال او استقبال په اړه داسې خبري را وسپړلې چې چا یې تصور هم نشو کولای او د ټولنیز ژوند او معاملاتو لپاره یې مثالي او کامل احکام بیان کړل او رسول الله ډېري داسې خبرې او وړاندوینې وکړې چې په مستقبل کې هغه رښتیا ثابتې شوې.

دویم: لنډ مهاله او غير دائمې معجزې دا هغه خارق العاده کارونه و چې د محمد صلی الله علیه وسلم په لاس ښکاره شوې وو او د هغه وخت خلکو په خپلو سترګو لېدلي وو او موږ ته یې په تواتر سره را رسولي دي.
ځیني ملحدین وایی د نبوت دعوه کوونکو په لاس خارق العاده کار ترسره کېدل د دوی په رښتینولي دلالت نه کوي ځکه چې موږ وینو ډېر خارق العاده کارونه د جادو په مټ رامنځ ته کېږي؟
ځواب یې دا دی چې: دغه ډول شیان په مقابل شي سره دفع کېږي جادو په جادو دفع کیږی او معجزه داسې نه ده. ایا کله داسې شوي دي چې د کوم نبي معجزه د هغه مخالفینو په خپله زمانه کې او یا تر هغو وروسته تر ننه د معجزې په څېر چا خارق العاده شی وړاندې کړی وي؟

که ملحد وایی چې دغه ډول پېښي له خرافاتو څخه دي او بې اساسه را نقل شوي دي؟

ځواب یې دا دی چې معجزې په متواتر خبر سره ثابت شوي دي هغه متواتر چې قطعي علم افاده کوي لکه د پخوانیو پاچایانو وجود او یا پخواني ښارونه او ځایونه چې مخکې تېر شوي دي او د هغو خبر یو لوی ټولي خلکو له بل لوی ټولي خلکو څخه موږ ته رانقل کړی دی او متواتر له هغو اخبارو څخه نه دي چې د دروغ او رښتیا امکان ولري.
لکه ملحدینو چې د خپلو امامانو لینین او مارکس خبرې را نقل کړي دي او یا ځیني نور نظریات یا پېښي چې له دوی څخه مخکي رامنځ ته شوي لکه د ناپلیون نظریات. ملحدینو خپل امامان نه دې لېدلي او نه یې دا پېښي په خپلو سترګو لیدلي خو دوی پرې پوره عقیده ساتي دغه رنګه موږ هم د انبیاوو په ټولو خبرو د رښتیولۍ قاطع حکم کوو هغه خبري چې ټولو خلکو له ټولو رانقل کړي دي.

7- دا ثابتول چې د محمد صلی الله علیه وسلم ټولي خبري رښتیا او د الله له خوا ورته ویل شوي دي:

کله چې د معجزې معنی وپېژندل شوه لکه مخکې چې موږ تشریح کړه نو عقل د دې تقاضا کوي چې دغه ډول څوک نبي رالېږل شوی وي حتما هغه رښتينی دی. او نبی د دې بلنه ورکوي چې د ټولو کائناتو خالق الله دی هغه ذات چې عبادت یې فرض دی او دغه نبي د هغه د پيغام رسوونکی دی او دی د الله د هغه قول رښتینی مصداق دی چې وايي: ” صدق عبدي في كلّ ما يُبلّغُ عنّي ” زما بنده رښتیا وویل په هغو ټولو خبرو کې چې زما له خوا یې رسوي. معنی دا چې که دی رښتونی نه وای نو الله تعالی به دغه معجزه نه ورته ښکاره کوله.

8- قران كريم :

دا معلومه او ثابته خبره ده او هر منصف او عاقل یې منی او رښتونې یې ګڼي چې قران کریم د څوارلس پېړیو په تېرېدو سره محفوظ دی او داسې رښتونې معجزې پکې دي چې د وخت په تېرېدو سره ځيني رښتیا ثابت شوي او ځيني به راتلونکي کې روښانه شي او د علومو مختلف اغراض پکې بیان شوي او دا هغه کتاب دی چې الله یې په اړه فرمایی:
” قل لئن اجتمعت الانس والجنّ على أن يأتوا بمثل هذا القرءان لا يأتون بمثله ولو كان بعضهم لبعض ٍ ظهيراً “. الاسراء \88 .
ژباړه: ورته وایه (اې پیغمبره) که ټول انسانان او پیریان سره راټول شي چې د دې قران په شان بل قران راوړي هيڅکله یې نشي راوړلی که څه هم دوی د یو بل پر شا سپاره شي.

دلته به موږ د قران معجزې له درې اړخونو تر بحث لاندې نیسو:

لومړی: لومړی هغه اړخ چې په هغه کې د غیب یعني راتلونکي وړاندوینه شوې وي هغه څه چې بشر ترې عاجز دی او نه ورته لاس رسی لرلی شي.
یو مثال یې دا دی چې الله تعالی فرمایی: ” غُلِبت الروم ُ * في أدنى الارضِ وهم من بعدغَلَبِهِم سَيَغْلِبون * في بضع ِ سنين “.
ژباړه: رومیان مغلوب شول د زمکې پر نږدې برخه او دوی به تر مغلوبېدو وروسته برلاسي کیږي په یو څو کلونو کې.
او بیا همداسې وشول رومیان له شکست وروسته په نهو کلونو کې بېرته پر فارسیانو برلاسي شول.

دویم: لغوي اعجاز قران کریم د بلاغت او فصاحت په اعلی طبقاتو کې دی چې بشر د ده په مثل شی نشي را وړلی همدا لامل دی چې د مکې کافرانو ته پکې اختار ورکړل شوی دی.

او د دې یو شاهد د امام اصمعي هغه کیسه ده چې وایی په یوه کلی کې یې له یوې مېرمني عجیب شعر واورېده نو ورته ویې ویل: څه عجیبه بلاغت دې وکړ! هغې ورته وویل: دا نو څه بلاغت دی بلاغت خو هغه دی چې الله په یو ایت کې بیا کړی. هغه فرمایی:
” وأوحينا إلى أم ّ موسى أن أرضعيه فإذا خِفتِ علیه فألقيه في اليم ّ ِ ولا تخافي ولا تحزني إنا رادّوه إليك وجاعلوه من المرسلين “. ( القصص ). هغې ویل په دې ایت کې دوه امرونه جمع شوي· [أرضعيه] او [فألقیه في اليم]، او دوه نهي جمع شوي: [” ولا تخافي ولا تحزني “] او دوه زېرې پکې دي:[ إنا رادوه إليك وجاعلوه من المرسلين] دا ټول په یوه ایت کې دي چې دا یو عجیب بلاغت دی.

آن چې ځینو قریشو به قران واورېدو نو د هغه ستاینه او صفت به یې کاوه چې یو له هغو څخه ولید بن مغیره و، هغه چې کله دا ایت واورېدو: { إن الله يأمر ُ بالعدل ِ والاحسان ِ وإيتاءِ ذي القُربى وينهى عن الفحشاءِ والمنكر ِ والبغي يَعِظُكُم لعلكم تذكرون} نو د مکې مشرانو ته یې ویل: قسم ده په دې کې خو ډېر خوند دی او ډېره خوشحالي ده، داسې بیان دی چې سر یې ډېر خوږ او اخر یې ډېر خوشبینه دی دا خو د بشر کلام نه دی.

دریم : علمي اعجاز دی اوس نوي علمی تحقیقات او تجربې وشوې، په هغو کې داسې حقائق را وسپړل شول چې د قران له نصوصو سره مطابق دي.. چې ځیني په لاندې ډول دي:
1- ډاکټرانو دا څېړنه کړې چې د اور درد يوازې د انسان په پوستکي کې احساس کیږی ځکه چې هغه عصبي ريښي چې په هغو سره د حرارت او برودت احساس کېږي هغه یوازې په پوستکي کې دی که له انسان څخه پوستکی لري شي نو انسان به د اور درد احساس نه کړي. او الله تعالی فرمایی: ” كلما نضجت جلودهم بدّلناهم جلوداً غيرها ليذوقوا العذاب”. ( سورة النساء).
2- په معاصر طب کې د جنین متخصصینو ثابته کړې چې جنین د مور په نس کې په درې پردو کې ساتل کیږي، دا پردې درې طبقې دي او ترمنځ یې توره تیاره ده او همدا پردې له جنین څخه د رڼا مخه نیسي.
دا معلومات د پرمختللو لابراتوارونو په څېړنو کې کشف شوي دي. د نبي علیه السلام په عصر کې دا وسائل نه و او نه هم په دې اړه چا معلومات لرل، آن چې اویا کاله وړاندې هم دا تحقیق چاته نه و معلوم. او الله تعالی په قران کریم کې فرمایی: ” يَخلُقُكم في بطون ِ أمهاتكم خلقاً من بعد خلق ٍ في ظلمات ٍ ثلاث “.( سورة الزمر.
ژباړه: هغه (الله) تاسو د خپلو مېندو په خېټو کې پیدا کوي په یو بل پسې په درې تیارو کې.

الله تعالی دې د ګټي وړ وګرځوي.په ملحدینو رد او ورسره بحث کولو لپاره اته مهم ټکي

الله تعالی دې د ګټي وړ وګرځوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

محترم مفتی صاحب سلامونه الله دې اجر درکړی زحمت مو ایستلی اما یو شی باید په یاد ولرو چی له ملحد سره په مناظره او بحث کښې باید مونږ او تاسو د الحاد د نظریې او عقیدی د ابطال لپاره باید د قرآن له بطن او متن نه استفاده وکړو نه له فلسفی او کلامی بحثونو لکه جوهر او عرض او نور او نورو نه چی ټول سراسر ولاړ په خطا او اشتباه دی. په دې ډول کړنی سره مونږ او تاسو نه یوازی دا چی د خطا او اشتباه مرتکب ګرځو بلکه خدای مکړه د قرآن اعجاز تر سوال… نور لوستل »