رخصت په سپېڅلي شریعت کي/څلورمه (وروستۍ) برخه

لیکنه : احمدمدثر دلسوز

نور خپل بحث نه اوږدوو راځو د رخصت اسباب بیانوو، په شرع کي د رخصت لپاره ۷ سببونه دي چي په لاندي ډول دي :

سفر :

د رخصت له سببونو څخه دی چي ، لکه قصر د لمانځه: چي رباعي لمونځ و دوه رکعتیزه ته را لنډ سي ، او یا هم په نورو مذاهبو کي جمع بین الصلاتین مګر د احنافو په نزد جمع بین الصلاتین یوازي په عرفات او مزدلفة کي جائز دی په نورو ځایونو کي جائز ندی، او په سپاره حالت کي لمونځ کول که څه هم قبله تغیر وکړي، او د رمضان په میاشت کي د روژې خوړل ، او مسح پر موزو باندي د دریو ورځو او شپو لپاره ؛ دا هغه څه دي چي یوازي د سفر په وجه باندي په شریعت رواه سويدي.

مرض :

هم د رخصت له سببونو څخه دی ، لکه : د تیمم جواز په هغه صورت کي چي اوبه ورته ضرر رسوي، او په نورو مذاهبو کي جمع بین الصلاتین، او د قدرت پر اندازه لمونځ یعني که یې پر ولاړي قدرت نه درلودی نو په ناستي کول جائز دي او که په ناستي هم قدرت نه درلودی نو په اشاره سره جائز کیږي.

هیره :

هم د رخصت له سببونو څخه ده ، لکه : کله چي څوک په هیره سره په روژه کي خوراک او څښاک وکړي، نو پدې سره لده څخه ګناه او فدیه ورکول د همدې روژې ساقطیږي ځکه په هیره سره یې روژه وخوړل او یا همداسي نور حرام کارونه چي په هېره سره ترسره کړي.

ناپوهي :

هم د رخصت له سببونو څخه ده ، مثلا یو کافر مسلمان سو نو د اسلام راوړلو څخه یې سمدستي وروسته زنا وکړه او یا یې هم شراب وڅښل ، نو دی د جاهل په حکم کي راځي او اسلامي قاضي ورباندي حد نسي جاري کولاي ځکه چي سپېڅلي شریعت ورته رخصت ورکړی دی.

وېره :

هم د رخصت له أسبابو څخه ده ، مثلا : څوک د مرګوني ګواښ او یا د کفارو لخوا څخه د سختو تکالیفو له امله د کفر کلمه ووايي مګر زړه یې په ایمان باندي مطمئن وي لکه الله ﷻ چي فرمايي ﴿…إِلَّا مَنۡ أُكۡرِهَ وَقَلۡبُهُۥ مُطۡمَئِنُّۢ بِٱلۡإِيمَٰنِ… ١٠٦ [سورة النحل,١٠٦].

او یا هم چي کله څوک د ډیري لوږي له امله وبیریږي پر دې چي نور هلاک کیږي او مرګ ورته راځی نو د مرداري غوښه خوړل ورته رواه دي.

سختي او تکلیف :

هم د رخصت له أسبابو څخه ده مثلا : د لمانځه رواه کېدل د سپک نجاست سره پداسي ډول چي لیري کول یې مشکل او سخت وي، او یا هم د کوچني ، بې اودسه او حائضې ښځي لپاره د قرآنکریم مسح کول پدې شرط چي په غلاف او یا جلا پوښ کي به وي.

تاوان او د فتنې وېره :

دا هم د رخصت له سببونو څخه دي مثلا د فتنې له امله ښځو ته رخصت ورکول سوی دی چي د جمعې او یا هم د جماعت په لمانځه کي دي نه حاضریږي، او یا په قتل خطا سره د دیت حمل کول پر قاتل باندي دا هم یو رخصت دی ځکه که شریعت حکم کړی واي چي نه هغه قاتل دي قصاص کړل سي، او یا هم د الله ﷻ په لار کي جهاد : چي یو فرض کفايي حکم دی په هغه وخت کي چي مسلمانان له کفارو څخه په امن کي وي نو که یوه ډله یوازي د کفارو په مقابل کي جنګیږي نو د ټول امت غاړي په خلاصيږي ځکه امت و دعوتګراتو ، مبلغینو ، لیکوالانو ، شیخانو او کاریګرانو ته هم اړتیا لري، خو په هغه وخت کي چي کفارو پر مسلمانانو باندي حمله کړېوي نو دا حکم و فرض عین ته ګرځي او هیڅ رخصت نه پکښي ځاييږي او نه هم هیلې او بهاني پکښي جواز لري بلکي پر ټول امت باندي فرض ده چي د خپلو مسلمانانو وروڼو دفاع وکړي لکه اوس وخت.

د رخصت أقسام په مقدس شریعت کي :

رخصت واجب : لکه د مریض لپاره د تیمم کول په هغه وخت کي چي په اوبو سره یې مرض زیاتیږي، او د مریض د لمانځه د اداء کولو طریقه په څه ډول چي دی قدرت په ولري، د هغه چا لپاره د شرابو څښل چي په ستوني کي یې ګوله بنده وي پدې شرط چي بېله شرابو بل څه نه وي، د هغه چا لپاره د رمضان د روژې خوړل چي د نفس په هلاکت ویریږي او د مرداري خوړل په هغه وخت کي چي د سختي لوږي له أمله د مرګ وېره وي او داسي نور.

رخصت مندوب : لکه د مریض او مسافر لپاره د روژې خوړل د سهار په وخت کي ، د مسافر په لمانځه کي قصر د شوافعو په نزد مګر احناف همدغه قصر عزیمت بولي، د ماپښین په لمانځه کي یخوالي یعني په ګرمي کي د ماپښین لمونځ ځنډول او داسي نور.

رخصت مباح : د تیري کوونکي او سرغړوونکي حاکم پر وړاندي امر بالمعروف او نهي عن المنکر څخه لاس اخیستل په هغه صورت کي چي د وژل کېدو وېره وي البته د ټول امت لپاره نه ، دداسي چارو اجازه چي خلګ ورته اړتیا لري سره لدې چي د خپل اصل له پلوه د عامو شرعي قاعدو خلاف وي لکه د سلم بیعه، چي پیسې نغدي او جنس پور وي یعني (بیع الأجل بالعاجل) چي شارع یې اجازه ورکړېده سره لدې چي دا د معدوم بیعه ده (د یو داسي شي پلورل چي تراوسه لا موجود سوی نه وي) او د معدوم بیعه باطله ده ، خو شارع د سلم بیعه له عمومي قاعدو څخه په جلا کولو اجازه ورکړېده او د خلګو د ضرورت په پام کي نیولو سره ، سره لدي چي دا هم د معدوم بیعه ده خو که دا کار بند سي نو پر خلګو به تنګي راسي، اجاره، د کفر کلمه ویل د مرګ له ویري څخه پدې شرط چي زړه به یې پر ایمان باندي مطمئن وي،

رخصت خلاف أولی : د روژې خوړل د هغه مسافر لپاره چي ورباندي سخته نه وي (یعني په سفر کي دی په تکلیف نه وي چي روژه ونیسي ، لکه په اوس وخت کي چي ډېر کسان په طیاره کي د سفر پر مهال روژه خوري؛ حال دا چي پداسي سفر کولو باندي پر دوی باندي هیڅ تکلیف او مشقت نه راځي)، د مرګوني ګواښ له امله که څه هم د کفر کلمه تلفظ کول مباح دي د یو مسلمان لپاره مګر په عین حال کي خلاف أولی هم دي یعني بهتره داده چي په عزیمت باندي عمل ترسره سي، او د امام أحمد بن حنبل رحمه الله په نزد باندي پر موزو باندي مسح کول هم خلاف أولی کار دی که څه هم رخصت دی خو بهتر یې د پښو پرېولل دي، مګر ځیني علماء دا وايي چي نه مسح أفضله ده او دا روایت د امام احمد رحمه الله زوی صالح له ده څخه روایت کړیدي.
رخصت مکروه.

مأخذونه :
صحیح البخاري، صحیح مسلم، سنن الترمذي، سنن أبي داؤد، مسند امام أحمد.
التیسیر شرح الجامع الصغیر.
مجمع الزوائد.
التلویح.
المستصفی.
أصول الشاشي.
الوجیز في أصول الفقه.
جمع الجوامع.
الأشیاء والنظائر.
سلم الثبوت.
منهاج.
احکام الأمدي.
بحر المحیط.
القواعد والفوائد الاصولیة.
المحصول في أصول الفقه.
مختصر ابن الحاجب.
عزیز التفاسیر.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د