نظــر

ترافیک او زرنج والا / لنډه کیسه

لیکوال : رحمت الله دلسوز

د موټرانو ګڼي ګوڼي د هر چا توجه ځانته اړول، ډیر موټران په ټپه ولاړ دي عمومي سړک بند دی خلک یې په علت نه پوهېدل چي څه خبره ده هر موټر چلوونکي پر استرینګ لاسونه ټکوي او داسي ښيي چي ډیر ورباندي ناوخته دی ولي عمومي سړک بند دی؟

کله چي سړی سر ښه جګ کړي نو یوازي د ترافیک پولیس لاسونه معلومیږي چي سره غورځي شاوخوا یې د نندارې لپاره ښایسته ډیر خلک ولاړ دي، هیڅوک هم مداخله نه کوي یوازي سیل کوي کله کله د ځان سره وبڼیږي چي د حکومت سره څوک جواب نه وایي که هر چا جواب وایه نو دا به یې حال وي اوس نو ګوره خپل ځان ولاکه خلاص کړې، ترافیک پولیس هم دواړه لاسونه غورځوي که یې سوک چسپیږي او که یې چپلاخه خو دریغ نه کوي وهل شروع دي.

تروهلو لاندي یوخوار اوسپیره مخ زرنج موټر سایکل چلونکي معلومیږي چي زړه لُنګی یې په غاړه کي لوېدلې ده او یوازي د ځان خلاصولو کوشش کوي عذرونه کوي چي بیا نه کوم، خو ترافیک پولیس دا چیري مني مخ یې سور راکښلی دی او د شپېلک تناو یې په غاړه کي ځړیږي ، د ځان سره غوریږي بې ادبه ته د حکومت قانون نه منې ته د حکومت سره بې ادبي کوې ته نه پوهیږې چي زما پیک والا خولۍ د سره څخه شوه سي ددې څومره جزا ده څونه وخت بند دي، ته وحشي یې ته په انسانیت نه پوهېږې تا د چا سره وخت تېر کړی دی ته دونه بې تعلیمه یې چي ترافیکو سره بې ادبي کوې؟

سپېره مخ ځوان چي دا وخت یې د پزی څخه وینه هم روانه ده په عذرونو سر دی یوازي د ځان خلاصولو کوشش کوي، زوړ زرنج موټر سایکل یې د سړک پر منځ ولاړ دی، په زرنج کي یې یو زوړ ټغر ګونجي ګونجي آوار کړی دی، یو کوچنی ماشوم چي تقریباُ 8 کاله عمر به لري معصومه چهره ناست د سترګو څخه یې پر چاودلو بارخوګانو لپي لپي اوښکي راتویږي، نور نو په زرنج کي بل هیڅ شی هم نسته زرنج والا وایي بیا می توبه ده زه د ښار سره نابلده یم زما ولاکه هیڅ سر خلاص سوی دی پام مي نه وو.

دې وخت کی د نندارچیانو د منځ څخه یو سپین ږیری سړي مداخله وکړه او ترافیک پولیس یې یو خواته کش کړ چي وروره پریږده څه مړی خو یې نه دی کړی خو چي د خپل لاس څخه بل لاس ته اوښتی دی نو څه اسمان خو ندی نړېدلی هغه دی خیریت دی نور خو نو کوم څه نه دي پیښ سوي ور ویې ښیه ته وهل ولي ورکوې خو مسلمان به یې ! ولي داسی ظلم کوې لږ زړه سوی په کار دی لږ د الله ﷻ څخه وبېرېږه ستا بیا دونه قدرت دی چي دا ظلم وکړې، ښه دی چي خداي نور وس ندی درکړی او نه دي خداي درکوي هغه مسلمان زارۍ درته کوي ته یې نه پریږدې ، هغه اطرافي سړی دی د ښار په قانون نه پوهیږي نو چي یو کومک ورسره وکړی آسمان نړیږي.

دې وخت کي د ترافیک پولیس نور هم غړومبی ډیر سو د خولې کونجانو یې سپین ځګونه کړي وه : یایا ته صبر چي زه یې ورته وښیمه چي دوه ؤ دوه څو کیږي چي بل وخت داسي غلطي ونه کړي ته نه وینې چي خپل لاس یې پرې ایښی دی او پر بل لاس راوګرځیدي نژدي وو چي د حاجي خان اکا د کروزینګ سره يې ټکر کړی وای موږ خو ترافیک یو وظیفه لرو دداسي خود سریو مخه باید ونیسو د سړک مسؤلیت خو زما دی ته نه وینې که حاجي خان اکا خپل کروزینګ نه واي چسپ بریک کړی نو دا زر نج والا به د کروزینک سره ټکر سوی واي او د کروزینګ رنګ به یې ګرده ور اړولی وای.

ایمانداره سپین ږیری چي هغه لور ته وکتل سپین نوی کروزینګ ولاړ دی د دروازې هنداره یې لږ کښته ده چي محضي د حاجي خان اکا تروش تندی ، سترګي او وربوز معلومیږي نور نو حاجي خان اکا یوازي سیل او تماشه کوي مدافع وکیل یې ترافیک پولیس دي چي دحاجي خان اکا حقوق د غریب زرنج چلوونکي څخه ورته اخلي،ایمانداره سپین ږیري چي دا حالت ولیدي پر سترګو یې توره شپه سوه د ځان سره یې یو څه وویل خو څوک پوه نه سول چي څه وایي خیر زرنج چلوونکی یې د ترافیک د منګلو څخه خلاص کړی، لویدلې خولۍ یې ورته راپورته کړه خپل د جیب څخه یې دستمال ورکړ چي واخله د پزي ویني دي په پاکي کړه. ځوان چي سپین ږیري ته وکتل نه پوهیدی چي دا د نجات فرشته د کومه را پیدا سول هغه داسي فکر کاوه چي د ښار خلک ټول داسي دي لکه ترافیک ولي ترافیک چي هر څه کوي نور ټول یې ننداره کوي د ترافیک پولیس د کړنو په اړه هیڅوک څه نه وایي شتمن یې لکه حاجي خان اکا عفوه او بخښنه نه پیژني، دلته یوازي هر څه پر غریب عملي کیږي.

ژر دي زرنج یوې خواته کړه ته نه وینې چي ټول سړک دي دبند کړي دي ترافیک پولیس په لوړ اواز وویل.

زرنج چلونکي خپل زرنج په کشولو د سړک یو طرفته کړ لار ایله سول نورو موټرانو حرکت وکړ ترافیک پولیس ژر د حاجي خان اکا خواته منډه کړه او د درېدو او د پیښي په اړه یې بخښنه وغوښته ترافیک وویل چي دا بې سواده کسان دي اوس یې دا زرنجان پیداکړي دي، ټول ښار یې مردار کړی دی موږ هم ورسره ډیر په تکلیف یو هیڅ په خبره او ترافیکي قانون نه پوهیږي زموږ یې هم نفس راکښلی دي اوس دي خپله ولیدی چي څه یې وکړل خو ما هم ښه کړ سمه سزا مي ورکړه بیا ولاکه داسي وکړي، ته مي ډیر وځنډولې ته په تکلیف سوې، حاجي خان اکا د تائید پر ډول سر ورته وخوځوی او نور یې موټر ته حرکت ورکړ، د ترافیک پولیس تندی وغوړېدی او داسي یې وفهمول چي حاجي خان اکا یې پر کړو باندي خوشاله سو بیا به یې یو وخت ښه سم ونازوي ځکه هر وخت چي حاجي خان اکا داسي نه دی تیر سوی چي ترافیک پولیس یې ندی نازولي کله چي حاجي خان اکا د ترافیک پولیس ساحې ته راسي نو ترافیک نوري ټولي خواوي وتړي او حاجي خان اکا ته لار خلاصه کړي حاجي خان اکا هم خپل لاس ترافیک ته ور اوږد کړي او په لاس کی یې یو شی ورکښیږدي نور نو حاجي خان اکا او ترافیک او خدايﷻ سره خبر دي چي څه ورکوي خو حاجي خان اکا چي څو ورځي مخکي دحج څخه راغلی وو هم ترافیک ورغلی وو ډیر سوغاتونه یې ورکړل د کور لپاره یې هم ډیر شیان ورکړل حاجي خان اکا هر کال حج ته ځي ښه ډیر حجونه یې کړيدي د ښار ټول ترافیک د حاجي خان اکا سره شناخته دي هر یو یې ښه عزت کوي.

مهربان سپین ږیري د ځوان سره د زرنج په ټېله کولو کي مرسته وکړه چي سړک ایله کړي او ورته ویې ویل زویه د کوم ځای یې اوچیری ځې؟ د زرنج په چلولو کي ډیر پام کوه داسي مشکلات پیښیږي بیا به ځان نسې خلاصولاي داسي خلک سته محضي بهانه غواړي ته باید ډیر فکر وکړې.

زه اصلي د لیري ولسوالۍ یم مخکي مي ښار ډیر کم لیدلی وو اوس دا څو میاشتي کیږي چي ښار ته راکډه سوی یم د جنګونو د لاسه د خواریو د لاسه ډیري سختي مو تیري کړيدي ، د ویلو نه دي که یې درته بیانوم نو تر ماښام پوري به خلاصي نسي دوه وروڼه وو یو تر ما کشر او زه مشر وم موږ په کوچنیوالي کي یتیمان پاته سوي یو، مور مي موږ په ډیره سختي روزلي یو پلار مي د شوروي په وخت کي شهید سوی دی کله چي ځوانان سولو مور مي خور راته موخۍ کړه او ما ته یې کوزده راو کړه بیا مي واده وسو کله چي جنګونه شروع سول حالات ډیر سخت سول هره شپه او ورځ به بمبارونه جنګونه او چاپې وې، د کور څخه به نسو وتلاي موږ بزګري کول اخر بزګري مو هم نسو کولاي کشر ورور مي بیخي ورک سو چي نه یې د ژوند او نه یې د مرګ پته معلومه ده مور مي ډیره ورپسي وزوکلېده، اخري د ډیر غم دلاسه ټي بي سول، نور هلته ژوند بیخي سخت سو نو مو د ښار پر خوا کډه وکړه ، یو څه پیسي مي درلودې په هغه مي دا زرنج رانیولی دی چي خواري ورباندي وکړو او خپل عیال ته یوه ګوله په پیداکړم ماته د ښار د خلکو ډیر صفت سوی وو موږ په یو کنډواله کي پراته یو زموږ د کور سره نژدې هلته یوه کوټۍ ده د کوټۍ خلک ډیر مهربان او ښه خلک دي زما اولادونو او زموږ کور ته هر وخت ډوډۍ را استوي مور مي اوس سخته ناروغه ده د شفاخانې څخه دټي بي دوا ورته راوړم ، خو نن یې حالت بیخي خراب وو ما یې د دوا کارت راواخیستی چي دوا ورته راوړم ماښام مي د دغه زوی هم سخته تبه وه نو ما ویل چي دا هلک به هم ډاکتر ته بوزم چي دا هلک ته هم دوا ورکړي، هغه بیا دلته پر دې مشکل واوښتم.
زویه ژوند ډیري لوړي او ژوري لرې ، مایوسي د کمزوري انسان خاصیت دي ته باید قوي اوسي زموږ خلکو ډیري خواري تیري کړي دي الله ﷻ ډیر مهربان دی دا هر څه به ختم سي دا د مهربان سپین ږیری وینا وه سمدلاسه یې جیب ته لاس کړ او د شل افغانیو نوټ یې د زرنج چلونکي ماشوم زوی ته ورکړ چي کله یې لاس ورکړ هغه یخي تبي اخیستی وو او بدن یې رېږدیدی دمهربانۍ لاس یې پر سر ورباندي تیر کړ او پر سر یې مچ کړ زویه ته خو بیخي رېږدې ، زرنج والا ته یې وویل : هله ژر سه داهلک ډاکټر ته ورسوه زر افغانۍ یې نوري هم ورکړې چي په دې پیسو باندي دوا ورباندي وکړه .

هغه هم زرنج ته حرکت ورکړ د هغه په ذهن کي یو جهان سوالونه ګرځي چي د ښار خلک ښه خلک دي چي سپین ږیري ورته په ذهن کي وی، بیا یې پولیس ترافیک په یاد سي هغه صحنه یې سترګو ته ودریږي چي ترافیک پولیس څه کوي او نور خلک ننداره کوي هیڅ نه وایي بیرته ووایي چي نه د ښار خلک ډیر بد او بې زړه سوي خلک دي. چي هیڅ یې نه کول خو اخر دې نتیجې ته رسیږي چي په ښار کي هر ډول خلک سته هم ښه او هم بد هم مهربان او هم سخت زړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x