افغانستان

د روزګان خبريالان:چارواکي د پېښو په اړه معلومات نه شريکوي- ګواښونه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د روزګان خبريالان وايي، دولتي چارواکي ورسره د پېښو په اړه معلومات نه شريکوي او د هغې د پاسه ورته ګواښونه هم کوي.

د روزګان خبريالانو ازادي راډيو ته ويلي، کله چې له چارواکو د معلوماتو غوښتنه کوي د هغوی له خوا پرې ملنډې وهل کېږي او ټيليفونونو ته يې ځواب نه ويل کېږي.

د يوې سيمه ييزې راډيو مسؤل احمدشاه جواد وايي، يواځې دا نه چې چارواکي معلومات نه شريکوي بلکې د هغوی له لوري ګواښل کېږي.

په روزګان کې يوه بل خبريال اجمل وصال هم له چارواکو ورته ډول شکايت لري زياتوي چې: له تېرو څلورو کلونو راهيسې نه امنيه قوماندانۍ وياند لري، نه يې ولايتي اداره لري او نه هم د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قومانداني وياند لري.

دوی وايي، له والي سره د اړيکو پر وخت يې ټيليفونو  ته ځواب نه ويل کېږي چې دغې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د روزګان ولايتي چارواکي په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي، خو د دغې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نور محمد ابدالي بيا وايي، که چيرې يوه دولتي اداره د پېښو په اړه خبريالانو ته معلومات ورنه کړي دا د ولسمشر له فران څخه سرغړونه ده، ځکه په وينا يې ولسمشر امر کړی چې له رسنيو سره پر خپل وخت معلومات شريک شي.

د يادونې ده، چې څه موده مخکې د ازادو رسنيو يا (نی) د بنسټ مشر مجيب خلوتګر ويلي و، په هېواد کې د ډيری خبريالانو ازادي سلب شوې او د چارواکو او وسله والو کسانو له لوري ګواښل کېږي.

د هغه په وينا، ډيری خبريالان د امنیتي ادارو له لوري تهديد شوي، بنديان شوي، شکنجه شوي او آن د معلوماتو راټولولو او راپورونو برابرولو پر وخت ورته سپکې سپورې هم ويل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x