نړۍ

چين: اورومچي ښار کې چاودنې ۱۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

د چين سينکيانګ ايالت مرکز اورومچي ښار کې يو موټر بم چاودنې لږ تر لږه دېرش کسان وژلي او ۹۰ نور يې ټپیان کړي دي.

د چين رسمي خبري اژانس ژنهوا وايي، چې له چاوديدونکو توکيو ډک يو موټر نن پنجشنبه سهار شاوخوا پنځه بجې وچاوديد او امنيتي ځواکونو دوهم موټر له چاوديدو مخکې ونيو.
تر اوسه د چاودنې مسؤوليت هيچا نه دی منلی.

چينايي چارواکو د چاودنې مسؤوليت دغه ايالت کې پر بيلتون غوښتونکيو اويغوري بيلتون غوښتونکو اچولې ده.

 

د يادونې وړ ده، چې سنکيانګ ايالت کې ډېری اوسيدونکي اويغوري لږه کي مسلمانان دي.

دغه مسلمانان تل له چينايي حکومته ګيله کوي، چې دوی سره زور زياتی کوي او له هر رنګه حقونو يې بې برخې کړي دي.

دغه مسلمانان په ترکمني او ترکي ژبو خبرې کوي او د حکومت لخوا پر دوی د هر رنګه ټولنيزو ديني مراسمو د لمانځلو بنديز دی.

باید وویل شي څو کاله مخکي چي کله دغو مسلمانانو د خپل شرعي حقوقو څخه د دفاع په خاطر مظاهره وکړه، نو چینايانو هغوی په سړکونو باندي په ډبرو سنګسار کړل، او زیات شمېر مسلمانان یې ووژل.

که څه هم تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا نه دی قبول کړی، خو که چیري ددې تر شا د ایغور د هغو مسلمانانو چې د چین څه بیلتون غواړي، لاس وي، نو دا لومړی ځل دی چې هغوی په دومره لوړه سطحه د چین د حکومت په خلاف په عملیاتو کي بریالي کیږی، او کیدای شي په راتلونکي کې نور ورته عملیات هم وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x