fbpx

د( د اصلاحاتو پر محور) کتاب چاپ شو.

سه شنبه
۱۳۹۶/سلواغې/۱۷

د( اصلاحاتو پر محور) کتاب چاپ او بازار ته وړاندې شو. دغه کتاب چې د نیمروز مرستیال والي سر دار محمد همدرد په هلمند کې د خپل ماموریت په جریان کې لیکلی دی، چاپ او د مینوالو د چوپړ لپاره بازار ته وړاندې شو.

ښاغلي همدرد په دغه کتاب کې د هلمند د پنځلس کلن وضعیت پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او بېلا بېلو برخو ژور بحث کړی دی. د دې ترڅنګ مرستیال والي په نوموړي کتاب کې په هلمند ولایت کې د خپل( ۱۶۳) ورځني ماموریت فعالیتونه هم را اخیستي دي.

یاد کتاب چې بېلابېل اړخونه لري، د هلمند د تېر پنځلس کلن دوران تاریخي څنډه هم تشکیلوي. پر دې سر بېره دغه کتاب اوسني حکومت ته په بېلا بېلو برخو کې معقول او مناسب وړاندیزونه هم لري، چې د هلمند پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت خوارا مثبت اغېز کولی شي.

یاد کتاب اوس مهال د کابل په مشهورو کتابپلورنځیو کې د لاس رسي وړ دی او په راتلونکو نږدې ورځو کې یې مینوال په ولایتونو کې هم تر لاسه کولای شي.

په درنښت!
د نیمروز مرستیال والي مطبوعاتي دفتر

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

دا والله ډېره د حيرانۍ خبره ده چې د حکومت دننه واليان په کتابونو ليکلو او په هغې کې بيا اصلاحاتو ليکلو باندې بوخت دي خو ځانته زحمت نه ورکوي د بيان لپاره يې په لنډو او پخپلو ژبو تر چارواکو نشي رسولاى، خو لا هم د حکومت واليان او استازي ځان ګڼي او په تاريخونو پسمنظرونو ليکلو بوخت دي. زه فکر کوم داسې کتابونه له لکو اوښتي بايد بيا چارواکى چارواکو ته د لارښوونې ونه ليکي اقدامات دې وکړي ځکه چې د افغانستان هر چارواکى لوست کولای شي خو باسېوادان ندي. الله دې د افغانستان او خلکو يې مل… نور لوستل »