fbpx

ملي اصلاح غورځنګ!

حامدالله ستون

درنو هېوادوالو! په هېواد کې مو ستونزو او کړاوونو ته په کتو د با احساسه افغانانو د داسې یو غورځنګ بنسټ کېښود، چې په دې سره به د هېواد په موجوده ستونزو د برلاسي په موخه څه ناڅه اغېزمن تمام شو.

په دې کې هېڅ شک نشته، چې مونږ په هېواد کې تکړه سیاسون، ګوندونه او مدني ټولنې لرو. دا چې په هېواد کې تر دوه سوه زیات سیاسي ګوندونه موجود دي او شاوخوا پنځه زره مدني ټولنې لرو، دې ټولو خوځښتونو ته په کتو، څومره چې باید دغو ګوندونو او ټولنو خپل رسالت ادا کړی وی، نه یې دی ادا کړی.

مونږ تل نیوکې او ګیلې کوو. د بېلګې په ډول؛ د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د یوه ویښ ملت په توګه په ټول هېواد کې یوازې پنځوس سیاسي ګوندونه لرو. که چېرې په هر ولایت کې یوه با احساسه مدني ټولنه په څلور دېرشو ولایتونو کې خپل غږ پورته کړي، په نړیواله ټولنه او حکومت غږ وکړي، دا شونې نه ده، چې مونږ او تاسو به خپلو اصلي ارامانونو ته ورسیږو؟ د دې ترڅنګ په بهر اروپا او امریکا کې چې کوم افغانان اوسیږي، کولای شي، د افغانستان پر ملي مسایلو همالته اواز پورته کړي.

کله چې مو دا مسوولیت ترسره کړ، په باوري توګه به له ناخوالو څخه ځان وژغورو. که ځینې دوستان دا فکر کوي، چې دا ډول فعالیتونه پیسې او دفترونه غواړي، دا بلکل ناسمه خبره ده. دا مبارزه یوازې سپېڅلی احساس غواړي. څو مو چې د مسوولیت احساس نه وي کړی او د دې وطن پر هرې ناخوالې ونه خوږیږو، ځان نه شو ترې ژغورلی. د یوه غوره حکومت درلودل هم په ملت پورې اړه لري. که چېرې ملت د ښه او بد توپیر ونه کړي، ملي ګټو ته ژمن نه شي، د غوره حکومت خاوندان نه شو کېدای.

راځئ چې د (د ملي اصلاح غورڅنګ) د اعتماد سازۍ پر بنیاد جوړ کړو. باور جوړونه هغه وخت راتلای شي، چې د ملي اصلاح غورڅنګ د خدایي خدمتګارۍ په فکر وپالو. دا د وخت ضرورت دی. ملت پر سیاسونو، ګوندونو او ټولنو بې باوره شوی دی. د دې بې باورۍ وجه یې هم معلومه ده، چې هغه شخصي ګټې او سو‌ء استفادې وې.

اوس هم په هېواد کې ډېر با احساسه علماء کرام، قومي مشران، مبارزین ځوانان، خویندې، وروڼه، سیاسون او مدني ټولنې شتون لري؛ خو د هېواد دا خواخوږي یوازې په خپل منځ کې همغږي نه لري. په همدې وجه مو دا ادرس را منځ ته کړ. دا بنسټ به لومړی د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپل نظر او فکر تبادله کوي. په اونیو، انیو، میاشتو او کلونو به بحث کوي او بیا به د خپلو ګډو ارمانونو لپاره په ګډه سره کار کوي.

د دې ادرس د غړو یوه ځانګړنه به دا وي، چې هر غړی به یې د زیاتې قربانۍ هڅه کوي؛ خو اوس یوازې یو څو درد محسوسه افغانان د دې سپېڅلي ادرس د بریالیتوب لپاره هڅې کوي. د دې ادرس مرکز به په پلازمینه کابل کې وي او د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې به خواخوږي او غړي ولري.

ټول هېواد وال باید له همدا اوسه د ناهیلۍ پر ځای د باور او پرمختګ خبرې وکړي او له دې ادرس څخه به د ملي یوالي، ملي ګټو، ارزښتونو او نورو مسایلو بحث کیږي. سیاسي دریځ به یې دا وي، د حکومت او اپوزیسون له مثبتو کارونو څخه به ملاتړ کوي او منفي کړنې به یې غندي.

د دې ټولو تر مخه مو هدف د ملي یوالي را منځ ته کول دي. د قومونو تر منځ به د تبعیض، کرکې او تعصب د له منځه وړلو لپاره هڅې کوو. پر نوو ځوانانو دا غږ کوو، چې د قوم له کوچنیو پولو را ووځي او پر واحد افغاني فکر کار وکړي.

په درنښت!
حامدالله ستون
د( ملي اصلاح غورځنګ)مطبوعاتي مسوول

Facebook: Mili Islah Ghurzangملي اصلاح غورڅنګ
WhatsApp: +93700197768
Viber: +93700197768
Email: [email protected]
Phone: +93700197768

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

دا غورځنګونه ډېر راووتل ټول غولؤونکي دي او د حکومت دننه ښکېلو کړيو له لارې اداره کېږي. ستاسو په سياسي دريځ ملي تحريک هم راوتلى يو ګوند دى خو ناکامي يې داشوه چې د تحريک ګوند مرکزي مشران يې دولت دننه کړۍ دي او خپلواک دريځ نلري. اقدامات په دوامداره توګه نلري، شعارونه او په خبرو کې ردول او منل يې فعاليت دى. اوس افغانستان ته ګوندونه نه بلکې ولسونه پکار دي هغه هم ويښ ولسونه لکه د هند چې انګرېزانو څخه يې ازادي واخيستله. تر څو ټول ولس پرته د ځان ګټې او تعصباتو څخه دوامداره کوڅو واټونو او… نور لوستل »