ورزش

افغانستان زمبابوې ته ۱۵۹ منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې تر منځ په دوهمه شل اوریزو لوبه کې افغانستان زمبابوې ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.

لوبه کې پچه زمبابوې وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۸ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا محمد شهزاد ۱۷، کریم صادق ۲۸، اصغر ستانکزي ۲۷، محمد نبي په ۲۶ توپونو ۴۵ (۴ شپږیزې او ۲ څلوریزې) نجیب ځدراڼ ۲۴، شفیق الله شفق صفر، شرف الدین شرف ۱، ګلبدین نائب ۲، راشد خان صفر او افتاب عالم هم پرته له منډې جوړولو وسوځېد.

د زمبابوې لخوا چتارا ۳ او جارویس ۲ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په وروستي ۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۵ منډې جوړې کړې.

پاته لوبه:

https://www.youtube.com/watch?v=mqB7P57DSZI

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x